منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د سنوکر ملي ټېم غړو تر منځ ټاکنيزي سيالۍ پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): کابل کې نن اسيايي لوبو ته د ورپېژندنې لپاره د دريو غوره څېرو د ټاکنې په موخه د سنوکر فدراسيون له لوري په رسمي ډول د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

په دې سيالۍ کې به د سنوکر ملي ټېم ١٣ غړي له يو بل سره سيالۍ وکړي او ټاکل شوې چې د يادو سياليو درې غوره څېرې به راتلونکو اسيايي لوبو کې چې په ماليزيا هېواد کې ترسره کېږي؛ ګډون وکړي.

د المپيک ملي کمېټې د سنوکر فدراسيون مشر محمدعزيز عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ به دوه ورځې دوام پيدا کړي او هغه لوبغاړي چې په يادو سياليو کې ښه وځلېږي، په اسيايي لوبو کې د ګډون چانس پرته به نغدې جايزې هم ترلاسه کړي.

هغه وويل: "په دې لوبو کې چې سبا ته هم دوام ومومي، په ترڅ کې به يې درې ورزشکاران چې لومړى، دويم او درېيم مقامونه ترلاسه کوي؛ د سنوکر اسيايي لوبو ته لاره پيدا کړي."

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغه سيالۍ به د المپيک ملي کمېټې په مالي مرسته ترسره شي او ټاکل شوې چې ډېر ژر په مرکز او ولايتونو کې د سنوکر ملي ټېم لپاره ټاکنيزې سيالۍ ترسره شي.

د هېواد ياد ورزشي مسوول د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې له تېر يو نيم کال راهيسې د المپيک په ملي کمېټه کې د جنجالونو له امله تر اوسه د سنوکر لوبغاړي پر دې نه دي توانېدلي چې د افغانستان په استازيتوب په اسيايي او نړيوالو لوبې کې ګډون وکړي.

نوموړي په دې اړه د چا نوم وانه خيست او جزيات يې هم ورنه کړل.

خو د المپيک ملي کمېټې سرپرست محمود حنيف د سنوکر فدراسيون د مشر اندېښنې په اړه پژواک ته وويل چې د المپيک ملي کمېټې د ياد ورزش د پراختيا او ودې لپاره د سنوکر فدراسيون ته غوره او ښه امکانات برابر کړي دي.

حنيف زياته کړه، د سنوکر لوبغاړو په ډېر کم وخت کې په نړيواله کچه تاريخي وياړونه ترلاسه کړي دي.

د سنوکر يو لوبغاړى صالح محمد محمدي چې په خپلو ورزشي وياړونو کې په اسيايي او نړيوالو لوبو کې اتل لقب لري؛ پژواک ته وويل چې په دغو لوبو کې له ځانګړي چمتووالي برخمن دي او انشاءالله لرې نه ده، چې لومړى مقام ترلاسه کړى شي.

د سنوکر ياد اتل زياته کړه چې که څه هم د المپيک په ملي کمېټه کې د موجوده ستونزو له امله دوى په ځينو اسيايي او نړيوالو لوبو کې خپل چانس لاسه ورکړى، خو د راتلونکو اتلولۍ لوبو لپاره پياوړى هوډ لري.

صالح محمد محمدي له اسيايي او نړيوالو لوبو څخه د سرو زرو  دوه مډالونه، د سپينو زرو يو مډال او د برونزو دوه مډالونه ترلاسه کړي دي.

د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، په يادو لوبو کې صالح محمد محمدي، علی احمد مرتضی، ادریس رسولي، نصیر یعقوبي، فرید براتي، اجمل یوسفزی، ظریف کریمي، فهیم روحاني، حمید جعفري، بهاءالدین فقیري، نادر روحاني، زلمی اساس او مرتضی صدیقي ګډون لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې