کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): سره له دې چې د اولمپيک کمېټې مشر د يوې موازي ادارې پر جوړېدو اندېښنه وښوده، خو اجرائيه رييس په سپورتي ادارو کې د شته ستونزو د هواري ژمنه وکړه.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائیه رييس د اولمپیک په نړیوالو لوبو (رویو ٢٠١٦) او د سوېلي اسیا په لوبو کې د ګډون کوونکو او لوبغاړو ستاینه وکړه.
سرچينه کاږي، په دې اړه په نیول شوو مراسمو کې د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې مشر جنرال ظاهر اغبر وویل، افغان لوبغاړو د اولمپيک په نړیوالو او د سوېلي اسیا په نړیوالو لوبو کې د افغانستان توغ رپاند وساته او ویاړنې یې ترلاسه کړې.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې په سپورتي برخه کې ستونزې رامنځته شوې او له اولمپیک کمېټې سره موازي اداره جوړه شوې؛ خو افغان لوبغاړو په تش لاس د نړۍ له پرمختللو هېوادونو او هغوی چې د ورزش لپاره ډېره بودیجه لګوي، په یوه کتار کې افغانستان سیال کړ.
د ده په وينا، په برازیل کې یې نړۍ ته د ولسمشر او اجرائیه رييس پيغام رسولی؛ خو هېڅکله یې په افغانستان کې د ورزشي ادارو تر منځ را پورته شوې ستونزې چا ته نه دې یادې کړې.
جنرال اغبر نیوکه وکړه چې اولمپیک کمېټې ته ځانګړي شوي دوه میلیونه ډالر شخصي جېبونو ته ځي، د موازي ادارو لپاره پرې په لس زره ډالرو کرایه کور نیول کېږي؛ خو لوبغاړو ته یو خالي ملاتړ هم د حکومت د مشرانو له لوري نه برابرېږي.
هغه غوښتنه وکړه چې په ورزشي ادارو کې دې لاسوهنې بندې شي، موازي ادارې دې له منځه ولاړې شي او ستونزه باید د حکومت د مشرانو له لوري په اساسي ډول حل شي.
دى وايي: "زه اولمپيک ته د مشرۍ لپاره او په خپل سر نه یم راغلی. زه خلکو راوستی یم، د خدمت لپاره که چېرې په ما کې ستونزه وي، نو ولسمشر او اجرائيه رئیس دې ماته ووايي، زه یې اطاعت کوم."
د اولمپیک کمېټې مشر وویل، په اولمپيک کمېټه کې ټاکنو ته چمتو دی؛ خو نه باید د اوسني ناوړه وضعیت شکنجه لوبغاړو ته ورکړل شي.
نوموړي خبرداری ورکړ، که چېرې له دې وروسته د اولمپیک کمېټې فعالیتونه وځنډېدل، دی یې مسوول نه دی.
خو بايد وويل شي چې دوه کاله وړاندې (د ١٣٩٣ کال د غويي په لسمه) فهيم دشتي د يوې څلور کلنې دورې لپاره د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو؛ تردې وروسته تېر کال په وږي مياشت کې په دې برخه کې نورې ټاکنې هم وشوې چې په ترڅ کې يې محمد ظاهر اغبر پر دندې وګمارل شو، خو دشتي اعلان وکړ چې دا ټاکنې غير قانوني او د کمېټې د اساسنامې له اصولو خلاف دي. ورپسې د تېر کال په د کب په ٢٥مه، ولسمشر فرمان صادر کړ، چې له مخې يې فهيم دشتي د ټاکنو د ترسره کېدو پورې د دې کمټې مشر ټاکل شوى و.
د خبرپاڼې په حواله، اجرائيه ريیس ډاکټر عبدالله په دې ناسته کې لوبغاړي د افغانستان معنوي پانګه او ویاړ وبلل.
نوموړي د اولمپيک او سوېلي اسیا په نړیوالو لوبو کې د افغان لوبغاړو ګډون او لاسته راوړنې ستر ګام وباله او ویې ویل، د لوبغاړو په مرسته او وسیله افغانستان په نړیوالو سیالیو کې یاد او بیرغ یې رپاند پاتې شو.
ده وویل: "په سپورتي برخه کې له شته ستونزو خبر یم. خو ژمنه کوم چې دې ستونزو ته به د حل اساسي لاره پيدا کوو. تاسو هم په ګډه او له هر ډول تبعیض پرته په سالم چاپېریال کې خپلو هڅو او تمرینونو ته دوام ورکړئ، څو افغانستان ته لا ډېر ویاړونه په نصیب کړئ. موږ مو له لاسوهنو پرته ملاتړ کوو."
اجرائیه رئيس ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو له توقع ډېر په حساسو شرایطو کې هېواد ته ویاړ په نصیب کړی او غمځپلي ولس ته مو خوښي ورکړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










