منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ روزنيزه اکاډمي پرانيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

هرات ښار (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په هرات کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ روزنيزه اکاډمي پرانيستل شوه.

د دې اکاډمۍ د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه د افغانستان کرکټ بورډ د اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي په مشرۍ يو لوړپوړى  پلاوى هرات راغلى دى.

دد ې اکاډمۍ د پرانستې په مراسمو کې ستانکزي د هرات له مقام څخه مننه وکړه چی کرکټ بورډ ته يې د اکاډمۍ جوړولو لپاره ځمکه په واک کې ورکړه.

هغه زياته کړه، هرات د هېواد د نورو ولايتونو په څېر لرغونى او فرهنګي ولايت دی او د دوى ولايت ځوانان د کرکـټ ترڅنګ په ټولو لوبو کې ښه استعدادونه لري.

د نوموړي په وينا، د دې ولايت د کرکټ لوبغاړي روښانه راتلونکې لري، په ملي او نړيواله کچه به د خپل هېواد نوم روښانه کړي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل، دا اکاډمي په هرات ښار کې د ادارې له بوديجې څخه د يو ميليون افغانيو په لګښت جوړېږي.

هغه زياته کړه، په دې اکاډمۍ کې به لوبغاړو ته د روزنې او تمريناتو ترڅنګ نورې اسانتياوې هم برابرې شوې.

د دې ولايت سرپرست مرستيال نعيم بهير د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی هرات ته يې هم خپل خدمتونه راورسول.

د ده په وينا، د افغانستان کرکټ لاسته راوړنو تل هېوادوالو ته خوښۍ ورکړې او افغانان هېڅکله هم د دوی دا خدمتونه نه شي هېرولی.

بهير د کرکټ بورډ چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې د هرات په يوه مناسب ځای کې د کرکټ لوبغالي جوړولو لپاره به ځمکه په واک کې ورکړي.

په هرات کې د کرکټ لوبغاړي د دې اکاډمۍ په جوړولو خوښ دي. د سيد خالدپه نامه د کرکټ يوه لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل، دوى تر اوسه د روزنې او تمريناتو لپاره مناسب ځاى نه درلود، خو اوس يې ستونزه هواره شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې