کابل ښار (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د کابل په يوه روغتون کې د اکسېجن د نشتوالي له امله د یوه ناروغ مړینه داسې یوه انګېزه پیدا کړې وه چې د اکسېجن له اړخه د هېواد د پر ځان بسياینې لامل شوه.
تر ١٣٨٢ لمريز کال پورې په هېواد کې د اکسېجن د توليد هېڅ فابريکه نه وه او د اکسېجن ټولې اړتياوې له پاکستان، ايران او نورو هېوادونو پوره کېدې.
اکسېجن د انسان لپاره يوه حياتي ماده ده چې پرې کېدل يې د مرګ لامل ګرځي، له دغه عنصر نه د بېړنيو ناروغيو پر مهال کار اخيستل کېږي.
د (ميهن دوست) په نوم د اکسېجن د توليد د خصوصي شرکت مشر حاجي حکمت الله حيدري د اکسېجن ارزښت ته په اشارې سره وويل چې ١٣ کاله وړاندې د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې د اکسېجن کمښت يوه جدي ستونزه وه چې د ناروغانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى و.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "١٣ کاله وړاندې مې اوښى د کابل وزير محمد اکبرخان روغتون کې بستر و، اکسېجن ته يې سخته اړتيا درلوده، په روغتون کې مو اکسېجن نه پيدا کېده، لاړو چې له بهره يې راوړو، پيسې راسره وې، خو اکسېجن نه پيدا کېده، کله مو چې ترلاسه کړ، څو ساعته تېر شوي وو، ناروغ مو مړ شوى و.))
هغه وويل چې له هماغې ورځې ورسره د دې فکر پيدا شو چې په هېواد کې د اکسېجن د توليد فابريکه جوړه کړي، بالاخره يې په ١٣٨٣ کال کې په کابل کې د اکسېجن د توليد فابريکه جوړه کړه.
نوموړي په دې اړه ډېرې خبرې ونه کړې، خو د ((ميهن دوست)) په نوم د اکسېجن د توليد د کورني خصوصي شرکت اداري مدير عبدالهادي وويل چې دغه شرکت درې کاله وروسته په هرات ولايت کې د اکسېجن د توليد فابريکه جوړه کړه چې په ننګرهار او بلخ ولايتونو کې هم څانګې لري.
هغه وويل چې اوسمهال يې شرکت هره ورځ څه باندې ٤٠٠ ډبې اکسيجن توليدوي چې له ٢٠ تر ٤٥ لېترو اکسيجن وړتيا لري، وروسته يې پر دولتي او نا دولتي روغتونونو وېشي.
نوموړي څرګنده کړه چې د هېواد دولتي روغتيايي مرکزونو د اکسيجن ٧٠ سلنه اړتيا د همدغه شرکت له توليداتو پوره کېږي.
هغه زياته کړه چې د هېواد اکسېجن ٣٠ سلنه پاتې اړتيا د ورته نورو شرکتونو له لوري پوره کېږي.
د عامې روغتيا وزارت وياند او د نړيوالو اړيکو مشر ډاکټر وحيد مجروح هم خوښي څرګنده کړه او ویې ويل چې افغانستان له تېر شاوخوا يوه نيم کال راهيسې د اکسېجن د توليد له اړخه پر ځان بسيا شوى دى.
هغه زياته کړه چې په هېواد کې د اکسېجن کيفيت غوره او بيه يې مناسبه ده چې د خصوصي سکتور له لوري تولېدېږي او د اکسېجين د بهرنيو وارداتو بشپړ مخنيوى يې کړى دى.
هغه وويل: ((اکسجين د هر انسان او ناروغ د شېبې اړتيا ده، پرې کېدل يې د مرګ سبب ګرځي، هغه ناروغان چې بېړني واټ ته مراجعه کوي، تر ټولو لومړنۍ او عمده اړتيا يې اکسېجن وي چې کولى شي د مړينې ګواښ ټيټه کړي.))
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له پانګونې د ملاتړ څانګې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه د اکسېجن د توليد ٢٨ فابريکې په کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار او ميدان وردګو ولايت کې فعاليت لري چې د هېواد د اړتيا وړ اکسېجن توليدوي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې لومړي مرستيال نصيراحمد انصاف وويل چې تر ١٣٨٣ کلونو پورې په افغانستان کې د اکسېجن د توليد هېڅ کومه فابريکه نه وه او د اړتيا وړ اکسيجن واردات له پاکستان او ايران نه کېدل.
د هغه په خبره، د يادو فابريکو د توليد کيفيت ورځ تر بلې ښه کېږي او ظرفيت يې پورته ځي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال افغانستان د غير الکولي څښاک، د مېوې اوبو، معدني اوبو، پلاستيکي پايپ، پلاستيکي لوښو، المونيمي لوښو، چاپ، د چرګانو توليد، پلاستيکي پښې پاکونو، وسپنې ويلي کولو، کارتن جوړولو، يو ځل مصرف لوښو، مرمر ډبرو، چرمي بوټونو، د ودانيو رنګ، البسې، مالګې، لبنياتو، ايسکريم، فرنېچر، کيک ، کلچې او شېريني د توليد په برخه کې پر ځان بسيا شوى دى.
سره له دې چې افغانستان اوس په دې برخه کې پر ځان بسيا شوى، خو بيا هم ځينی مواد له نورو هېوادونو واردوي.
پانګه والو په بيا بيا له حکومت نه غوښتي چې خپلې توليداتي تعرفې چې مشابه يې په هېواد دننه تولدېږي، لوړې کړي، صنعت کارانو ته په ټيټه بيه برېښنا ورکړي، صنعت کارانو ته د دوام لرونکو پورونو زمينه مساعده کړي او دولتي ادارې مکلفي کړې چې له کورنيو توليداتو کار واخلي، څو د هېواد صنعت ورسره نور وغوړېږي.
د ميهن دوست فابريکې اداري مدير هم د برېښنا لګښت د لوړوالي او صنعت کارانو ته د دولت له نه پاملرنې شکايت وکړ او ويې ويل: ((سره له دې چې پانګه وال په ډېرو سختو او نا امنو شرايطو کې په هېواد کې پانګونه کوي، خو حکومت ورته ستونزې جوړوي او ملاتړ يې نه کوي.))
د هغه په خبره، د برېښنا لګښت ٢٥ سلنه لوړېدل، د دغه ښکاره ثبوت دى چې حکومت له صنعت کارانو ملاتړ نه کوي او ستونزې ورته رامنځته کوي.
د اکسېجن د توليد شرکت ميهن دوست اداري مدير وويل: ((هر ځل چې برېښنا ځي او راځي، يا کمزورې کېږي، زموږ دستګاګانې ګولېږي، څو يې چې بيا چالانوو، نيم ساعت يا يو ساعت وخت مو ضايع کېږي، د ٢٠ نه ٤٠ اکسېجن ډبو له ډکولو پاتې کېږو، په همدې ترتيب هره ورځ څو ځلې برېښنا پرچاوېږي چې زموږ لپاره يې سخت سر درد جوړ کړى دى.))
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د برېښنا لګښت د کمښت په اړه له سره کتنه وکړي، څو صنعت کاران خپل کار ته دوام ورکړلى شي.
خو د برېښنار رياست وياند وحيدالله توحيدي ويلي، که چېرته د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت کم شي، د برېښنا شرکت به د برېښنا لګښت هم کم کړي، خو داسې ونه شي شرکت نه شي کولى چې په خپل زيان کار وکړي.
د هغه په خبره، برېښنا شرکت د صنعت کارانو د ستونزو د حل او برېښنا د وېش په برخه کې يواځې د صنعت کارانو لپاره نه، بلکې د د ټول هېواد د خلکو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










