کابل (پژواک ۱۷ وږی ۹۵): د عامې ورغتيا او مالدارۍ وزارتونو چارواکو په هېواد کې د "کانګو" د وژونکې ناروغۍ له پراخېدو اندېښنه وښوده او له خلکو يې وغوښتل، چې د خپلو ځانونو د ساتنې لپاره د دې ويروس د خپرېدو پر وړاندې جدي تدابير ونيسي.
د غه مطلب په هغې ګډه خبرپاڼه کې چې د عامې روغتيا وزارت، کرنې او مالدارۍ وزارت، د روغتيا نړيوالې ادارې او د خوراک او کرنې سازمان له لوري پژواک خبري اژانس ته د وږي په ۱۷مه رارسېدلې، څرګند شوى دى.
په خبرپاڼه کې کې راغلي، د روغتيا او مالدارۍ چارواکي د وينې بهوونکي تبې ناروغۍ يا کانګو د خپرېدو په باب چې د څاروي د کنې (يو ډول حشره) له لارې لېږدول کېږې، له خلکو څخه غواړې چې له دې ناروغۍ څخه د خپل ځان د ساتنې په خاطر ځانکړې اقدامات ترسره کړي.
سرچينه زياتوي: "دغه ناروغي د کنې له لارې د څاروي د ذبحې پر مهال او يا وروسته له ذبحې، د مکروبي وينو او د څارويو د وړيو په تماس سره لېږدول کېږي، نو د لوى اختر په ورځو کې ګڼ شمېر خلک څاروي قرباني کوي او داسې وېره شته، چې د دې ويروس د لېږد کچه لوړه شي."
د يادې خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ويروس ځاى او کوربه ګڼ شمېر اهلي او وحشي څاروي، لکه مېږې، وزې او غوايي دي چې له انسان څخه انسان ته د اخته شخص د وينې، مايعاتو او بدن سره د تماس له لارې لېږدول کېږي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز ويلي، "کانګو" يوه جدي روغتيايي موضوع ده، چې دا مهال د يادې ناروغۍ له امله په هېواد کې ۱۲ سلنه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه ويلي، د روان کال له پيل راهيسې د ۶۶ پېښو پخلى شوى او ۱۲ تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او په اختر کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د خطر احتمال زيات دى.
فيروز وايي: "موږ له هر وګړي څخه غواړو چې په اختر کې، کله چې خپل څاروي ذبح کوي، د دې ويروس له درکه دې خپل ځان او کورنۍ خوندي وساتي او لازم تدابير او اقدامات په دې اړه تر لاس لاندې ونيسي."
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير يادې ناروغۍ ته په پام سره ويلي: "دا ډېره اړينه ده، کله چې خلک پر څارويو او يا د هغو پر وړيو لاس وهي، له دستکشو او نورو مخنيوونکو جامو څخه استفاده وکړي."
هغه وايي، د کنې د مخنيوي په خاطر، خلک بايد روښانه رنګ لرونکې وقايوي جامې واغوندي، چې په اسانه توګه کنه (يوه حشره ده) تشخيص کړاى شي.
ضمير زياتوي: "کانګو يوه جدي وژونکې ناروغۍ ده، خو د مناسب احتياطي تدابيرو په نيولو سره کولى شو د هغې خطر راټيټ کړو. "
سرچينې اندېښنه ښودلې، چې د دې ناروغۍ له ډېر خطر سره د څارويو د روغتيا ډاکټران، قصابان، هغه کسان چې په کرنه او مالدارۍ کې کار کوي، هغه کسان چې له غوښو سره سر او کار لري، روغتيايي کارکوونکي او د "کانګو" د ناروغانو د کورنۍ غړي او څارونکي مخامخ دي.
د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي، چې تر دې مهاله په دې برخه کې هېڅ ډول واکسين انسانانو ته او نه هم څارويو ته چمتو شوى.
د دې ناروغۍ نښې سخته تبه، سر دردي، د عضلاتو درد، د غاړې شخ پاتې کېدل، د سترګو سوروالى دى او له رڼا څخه وېره چې زړه بدوالى، کانګې، ګېډې دردونه او نس ناستى هم کېداى شي ورسره وي.
د عامې وزارت چارواکو ويلي، که چېرې دا ډول نښې نښانې د يوه شخص په وجود کې ليدل کېږي، ژر تر ژره دې يو نږدې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.
د روغتيا د نړيوالې ادارې استازې ډاکټر پيپر کورن ويلي: "د روغتيا نړيواله اداره، د دې ناروغۍ د څارنې او پېښو موندنې او همداراز د لابراتوارونو د ظرفيت د لوړتيا په برخه کې د عامې روغتيا وزارت سره همکارۍ کوي."
د دې ترڅنګ د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکي روزل کېږي، څو وکولى شي په "کانګو" اخته کسان په اسانه تشخيص او درملنه يې وکړي او همداراز په دې برخه کې روغتيايي پيغامونه په سمه توګه خپاره کړي.
د روغتيا د نړيوال سازمان استازي وايي: "موږ له عامو وګړو څخه غواړو چې ډېره پاملرنه ولري، کله چې لوى اختر د دوستانو او خپلوانو سره نمانځي، د خپل ځان او کورنۍ له دې ناروغۍ له اخته کېدو څخه وساتي."
د خوراک او کرنې سازمان استازي تومو شيچيري وايي: "د خوراک او کرنې سازمان له دغه وقايوي نوښت څخه ملاتړ کوي. سربېره پر دې د هغو وګړو پوهاوى بايد لوړ شي، کوم چې زياتره له څارويو سره سر او کار لري."
هغه زياتوي، د نړۍ په کچه ۷۵ سلنه انتاني ناروغۍ چې په تېرو لسو کلونو کې يې خلک اغېزمن کړي، د څارويو د اصلي سرچينې او يا هم د هغوى د محصولاتو له امله رامنځته شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










