جلال اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۹۵): په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له لوري پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې یو ۱۴۴ بستریز کمپلېکس تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه د وږي په ۱۷مه د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار معین ننګرهار ته راغلي وو او دغه روغتون یې د ننګرهار د ولایتي چارواکو په حضور کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته تسلیم کړ.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د یاد کمپلېکس د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې د ننګرهار د خلکو په غوښتنه یې دغه لوی کمپلېکس د امریکا سفارت د ۲۰۲ ميلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوى دى.
هغې زياته کړه: ((د نشه یي توکو ډېر کښت په هغو سیمو کې کېږي چې هلته د دولت وسله وال مخالفین حاکم دي او موږ هڅې پیل کړې چې بزګرانو ته د بدیل کښت زمینه برابره کړو.))
دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستيال احمد شاه صالحي وویل چې دوی په دغه کمپلېکس کې تر درملنې لاندې نیول شوو معتادینو ته بېلابېلې حرفې ور زده کوي.
دی وايي: ((موږ هڅه کوو چې د حرفوي زده کړو په دغه مرکز کې هغه کسبونه شامل کړو، چې له اعتیاد سره مخه ښه کوونکي ترې په اسانۍ سره ګټه پورته کولی شي.))
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي که څه هم د دغه کمپلېکس پر جوړېدو خوښ دي، خو وایي تر هغې چې عملي برخه کې خدمت وړاندې نه کړي شته هڅې تر پوښتنې لاندې راځي.
د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال رسنیو ته وویل، ولایتي اداره به تر هغه وخته د دغه کمپلکس ودانۍ تسلیمي وانخلي، چې د عامي روغتیا وزارت له لوري په کې د معتادینو درملنه عملاُ پیل نه شي.
د ګردیوال په وینا: ((موږ به پر تشو دېوالونو څه وکړو چې زموږ ښار له نشه یانو ډک وي او د هغوی درملنه په کې ونه شي.))
بل لور ته بیا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې په دغه نوي کمپلېکس کې تر اوسه پورې د برېښنا او اوبو ستونزې نه دي حل شوې؛ نو ځکه یې د عملي خدماتو کارونه یو څه موده وروسته پیلېږي.
د عامي روغتیا رییس نجیب الله کاموال د یادو مراسمو په څنډه کې پژواک ته وویل، چې د راتلونکي تلې میاشتې تر پایه به دغه کمپلکس کې د روږدو کسانو درملنه عملاُ پیل شي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع پژواک سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې د یاد کمپلېکس پرانيستل به په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو عملي ګام وي.
خو مېرمن رفیع وايي، که دغه کمپلېکس رښتیا هم اوس عملي کار پیل نه کړي؛ نو د ننګرهار ولسونو ته به یې هېڅ ګټه ونه رسېږي.
د جلال اباد ښار امیر شهید له باغ سره نږدې یو هټیوال سید محمد چې د دوکان تر څنګ پر نشه د روږدو کسانو له زیاتوالي په تنګ راغلی، له پژواک سره د خبرو پر مهال د دغه کمپلېکس پر جوړېدو باندې خوښي وښوده.
ده زیاته کړه: ((دلته امیر شهید باغ کې پوډریان دومره زیات شوي، چې بیخي پوښتنه یې مه کوه، که رښتیا هم داسې کوم روغتون جوړ شي؛ نو موږ به ایله د نشه یانو له غمه بې غمه شو.))
په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له لورې یاد کمپلیکس په داسې حال کې پرانستل کیږي، چې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار اوس پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په مرکز بدل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










