منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني یو شمېر ولسوالیو کې له څو کلونو راهیسې د ګوزڼ واکسین نه تطبیقېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې
آرشیف
آرشیف

غزني ښار (پژواک، ۲۱وږی ۹۵): د غزني د ځینو لرو پرتو سيمو خلک وايي چې له کلونو راهيسې يې سيمو ته د ګوزڼ واکسين نه دى رسېدلى او ماشومان يې له دغه واکسين څخه بې برخې دي.

د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين ټولو هغو ماشومانو ته کېږي چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم وي.

ګوزڼ يا پوليو يوه ناعلاجه ناروغي ده.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اجرستان ولسوالۍ د ملاخېلو سیمې اوسېدونکي خان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې يې په سيمه کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين نه دى شوى.

ده وويل: ((زموږ د کلي خلک يواځې د واکسين نوم پېژني خپله واکسين هېڅ نه پېژني او دا چې زموږ کلي ته تر اوسه ولې واکسين نه دى رسېدلى، زه يې هيڅ پر علت نه پوهېږم.))

د هغه په وينا، د دوى د کلي يواځې هغه ماشومان واکسين کېږي چې د کومې بلې ناروغې لپاره غزني ښار ته يووړل شي.

ده وويل: ((زموږ په کلي ځيني کسان شته چې ګوزڼ وهلي دي خو خلک ورته تعويذ کوي او په دې تمه دي چې ښه به شي.))

دغه راز د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې د دوی په ولسوالۍ کې هم واکسين نه دى ترسره شوى.

د ناوې ولسوالۍ له تېرو يوولسو کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره ده.

لعل محمد وايي: ((دا دروغ دي که څوک و وايي چې په غزني کې ګوزڼ وهلي کسان نشته دي، زموږ ولسوالۍ ته راشه لس کسه خو يواځې زه درته ښيم.))

دغه راز د رشيدانو ولسوالۍ اوسېدونکی جاوېد وايي چې په تېرو دريو کلونو کې د دوى په ولسوالۍ کې د ګوزڼ واکسين نه دى تطبيق شوى.

هغه وايي: ((پخوا به کله نا کله راتلل خو دا درې کاله کېږي چې بېخې نه دي راغلي او ماشومان له واکسين څخه پاتې دي.))

د جاوېد د معلوماتو له مخې، د رشیدانو تر څنګ ګیلان، خوږياڼي، زنخان، ده یک، ګیرو، اب بند او یو شمېر نورو ولسواليو ته هم په تېرو څو کلونو کې د ګوزڼ واکسين نه دى رسېدلى.

د غزني د ښار اوسېدونکي محمد جميل وقار پژواک ته وويل چې د غزني د عامې روغتيا رياست له لوري د واکسين د تطبيق لپاره داسې کسان ګومارل کېږي چې د امنيتي او ځينو نورو ستونزو له امله سيمو ته نه شي ورتلاى.

نوموړی وايي: ((د واکسين د تطبيق لپاره ټول د کاکا زامن، ماما زامن او خپل و خپلوان نيول کېږي چې دوى ټول عمر په غزني کې تېر کړى وي بيا له ويرې ولسوالۍ ته نشي تلاى.))

د غزني د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنده يي پژواک ته وويل چې د ځينو ستونزو له امله کله نا کله يو شمېر سيمې د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې کېږي.

هغې زياته کړه: ((هو داسې سیمې شته چې یا يې لارې لرې وي او یا هم ورته د تللو امکان نه وي نو هغه سیمې کله کله له واکسین څخه پاتې کېږي.))

خو اسفنده يي وويل چې په غزني د ګوزڼ کومه پېښه تر اوسه نه ده ثبت شوې او دلته يې ګراف صفر دى.

هغې زياته کړه چې له اړوندو ارګانونو سره يې د يادې ستونزې د حل په برخه کې خبرې کړې دي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

د ګوزڼ واکسين د مني کمپاين د وږي په اتمه پيل شوى، خو د نا امنيو له امله د هېواد په بېلابېلو برخو کې درې سوه زره ماشومانو ته دغه واکسين نه تطبيقېږي.

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه کمپاين کې ٩،٥ ميليونه هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، د ګوزڼ واکسين او ٨،٥ ميليونه ماشومانو ته چې عمرونه يې د ٦-٩ مياشتو پورې د ويټامين اې کپسول هم ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا