کندهار – لومړى تعقيب (پژواک،٢٢ وږى ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د دې ولايت د مرکز اړوند ميرويس روغتون کې دوه ننوتلي وسله وال وژل شوي او يو د ملي امنيت کارکوونکى ژوبل دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه په شاوخوا ١١:٣٠ بجو د ميرويس روغتون د جراحۍ واټ ته دوه وسله وال ننوتلي او د ملي امنيت يوه کارکوونکي ورباندې ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې دا کارکوونکى ټپي شوى دى.
ده زياته کړه، وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په ډزو کې ياد دواړه وسله وال ووژل شول.
د هغه په وينا، دغه بريد چې نن غرمه کابو يوه بجه پاى ته ورسېد، موخه يې ولايتي چارواکي وو، ځکه ټاکل شوې وه چې د اختر تر لمانځه وروسته ځينې چارواکي دې روغتون ته د ناروغانو د پوښتنې لپاره ورشي، خو د دوى له ورتللو وړاندې وسله وال له منځه يوړل شول.
د ميرويس روغتون يوه نوکريوال ډاکټر چې يې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې وسله وال د ډاکټرانو په چپنو کې روغتون ته دننه شوي دي.
وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
دا ملکي روغتون چې د ښار په زړه کې موقعيت لري، د سوېل زون په کچه فعاليت کوي، چې د سرې مياشتې نړيوالې کمېټې له خوا تمويلېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن