منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۸ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هراتیان د ګاز د بیې له لوړېدو شکایت کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

هرات ښار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ګاز بیې تر پنځوس سلنې پورته کېدو شکايت کوي او په دې برخه کې حکومت پر نه پاملرنې تورنوي.

د هرات ښار اوسېدونکي وايي چې څو اونۍ وړاندې په هرات ښار کې د يو کيلو ګاز بيه له ٣٠ – ٣٥ افغانيو وه؛ خو اوس د يو کيلو ګاز بیه له ٥٥ تر ٦٠ افغانيو پورته شوې ده.

خلک د ګاز بیې په لوړېدو کې د حکومت پر نه پاملرنه نیوکه کوي او له ٣٠ تر ٦٠ افغانيو پورې ناڅاپه د ګاز بیې لوړېدل د پوښتنې وړ بولي او وايي که حکومت د ګاز بيه کنټرول نه کړي، نرخ به يې نور هم لوړ شي.

د هرات ښار د مخابراتو واټ اوسېدونکي عبدالحق مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل: "دوه اونۍ وړاندې ګاز کيلو په ٣٠ افغانۍ و او نن کيلو ٦٠ افغانۍ دى، کابو پنځوس سلنه لوړ شوى دى؛ خو حکومت هېڅ کنټرول نه کوي."

د هرات ښار د اتمې حوزې اوسېدونکى عزيزاحمد پژواک ته وويل: "مسوولين په دې برخه کې د هټيو په اړه هېڅ معلومات نه لري، ناڅاپه نرخ لوړېږي؛ هېڅوک نشته چې له دې چارې څخه څارنه وکړي."

د هرات ښار د ګلونو چوک اوسېدونکي فېروز احمدي وويل: "رښتيا د بېوزلو او بې وسه کسانو لپاره د ګاز پېرل ستونزمن دي او که دولت دې برخې ته پاملرنه وکړي، نو ډېره ښه به وي."

خو د هرات ښار يوه ګاز پلورونکي وکيل احمد وويل چې هغوى له سوداګرو ګاز په لوړه بيه پېري او ناچاره دي چې په لوړ نرخ يې وپلوري.

نوموړي زياته کړه چې يوه مياشت وړاندې د ګاز يو بالون ٣٥٠ افغانۍ و؛ خو نن ګاز ٥٧٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.

هرات کې د اوبلن ګاز يوه واردوونکي صميم غوثي وويل چې تېره په وروستۍ مياشتې کې له ترکمنستان څخه د ګاز صادرات کم شوي نو ځکه هېواد ته لږ ګاز واردېږي او بيه يې هم لوړه شوې ده.

سربېره پر دې، د هرات د نفتي توکو او اوبلن ګاز د ادارې سرپرست عبدالوکيل عالمي پژواک ته وويل چې په بازار کې د ګاز بيې لوړېدو د لاملونو موندلو لپاره هڅې روانې دي څو د ولايت مقام په همکارۍ يو پلاوى وټاکي.

عالمي تاييد کړه چې د هرات په بازارونو کې د ګاز بيه د تېر په پرتله د تمې خلاف لوړه شوې ده.

خو نوموړي زياته کړه: "کوم لاملونه چې تر دې دمه د سوداګرو له لوري وړاندي شوي دي، دا په ډاګه کوي چې د ګاز واردات په ورځ کې له سلو ټانکرونو څخه ٢٠ ته راټيټ شوي دي."

له بل لوري، د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد په هرات کې د ګاز بيې ناڅاپي لوړېدل تاييد کړل او د ګاز د بیې یو نا څاپي لوړوالي د څېړلو لپاره يې په دغه ولايت کې د يوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ.

هغه زياته کړه: "لومړنۍ پلټنې ښيي چې په هرات کې د ګاز بيه لوړه شوې ده او د ولايت مقام ته د را رسېدلو شکايتونو له مخې له بېلابېلو ادارو څخه يوې کمېټې ته دنده سپارل شوې ده څو په بازار کې د ګاز بیه کنټرول کړي او د امکان په صورت کې د ګران پلورنې مخه ډپ کړي."

په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې خدماتي مرستيال محمد يونس قاضي زاده هم د ګاز بيې د لوړېدو لامل په تېرو دوو اونيوکې هرات ته د ګاز په وارداتو کې کمښت په ګوته کوي.

د ګاز نرخ په داسې حال کې پنځوس سلنه لوړېږي چې هرات ښاريان تل د نرخونو کنټرول په برخه کې پر حکومت د نه پاملرنې له امله نيوکه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد