کندهار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): د سوېلي ولايتونو اوسېدونکي وايي، پاکستان ته د درملنې، سوداګرۍ او نورو اړتياوو په موخه د تګ راتګ پر مهال د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا ځورول کېږي او په يوه او بل نوم ترې پيسې اخيستل کېږي.
دوى زياتوي، دغه ستونزه له ډېر وخت راهيسې موجوده ده، خو په دې وروستيو کې ډېره شوې چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
له همدې امله په سپين بولدک ولسوالۍ کې چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، شته کاروبار او راکړه ورکړه هم اغېزمن شوي دي.
د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى ٣٥ کلن اخترمحمد چې څو ورځې وړاندې د خپل پلار د درملنې لپاره د پاکستان د بلوچستان ايالت کوېټې ښار ته تللى و او اوس بېرته راغلى، له کندهاره تر کوېټې پورې پر لار د ستونزو يادونه کوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له هغه وروسته چې د سپين بولدک- چمن لار د پاکستان له خوا تر ١٤ ورځو تړل کېدو وروسته بېرته پرانيستل شوه، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د مسافرو د ځورولو او تنګولو لړۍ تونده کړې ده.
هغه زياته کړه، پلار يې د زړه ناروغي لري، په کندهار کې يې درملنه نه کېده، مجبور و چې کوېټې ته يې د درملنې لپاره بوځي، خو پر لار له سختو کړاوونو سره مخ شو.
د ده په خبره، د پاکستاني امنيتي ځواکونو ورڅخه په دې پلمه چې دغه هېواد ته د تلو قانوني اسناد نه لري، په زرګونو کلدارې ورڅخه اخيستې او د لارې پر سر يې په ساعتونو ځنډولى دى.
اختر محمد وايي، پخوا هم پر دې لار له افغانانو پيسې اخيستل کېدې او د تګ راتګ اجازه ورکول کېده، خو اوس هغو خلکو ته د تلو راتلو اجازه نه ورکول کېږي چې پاکستانى شناختي کارټ او يا هم پاسپورټ او ويزه و نه لري.
د ده په خبره، د دغه هېواد امنيتي ځواکونه په دې توګه غواړي افغانان مجبور کړي چې يوازې په پاسپورټ او ويزه د هغوى هېواد ته سفر وکړي.
خو دى وايي، دا ډېره سخته ده؛ ځکه په پاکستان کې لا هم په ميليونونو افغان کډوال ژوند کوي او خلک اړ دي چې د دواړو لورو تر منځ پر دې لار تګ راتګ وکړي.
عبدالشکور د سپين بولدک د وېش بازار اوسېدونکى دى او همدلته د موټرونو د پرزو شرکت لري، نوموړى هم د سپين بولدک- چمن پر لار له ستونزو سر ټکوي او د ورته ستونزو يادونه کوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، لومړى خو د سپين بولدک- چمن لار نيمه مياشت تړلې وه، خو په دې وروستيو کې چې پرانيستل شوې، د پاکستان امنيتي ځواکونه پرې خلک د تګ راتګ پر مهال ځوروي، له هغوى پاسپورټ او ويزه غواړي، وهي او ټکوي يې او د پيسو غوښتنه ورڅخه کوي.
دى وايي، هره ورځ پر دې لار په زرګونو خلک، پر خوراکي او غير خوراکي توکو بار بار سلګونه لوى او واړه موټر تګ راتګ کوي، په دوى کې ډېرى هغه وګړي هم دي چې د ډيورنډ کرښې هغه غاړه چمن کې ژوند کوي، خو د کاروبار لپاره سپين بولدک ته راځي.
د ده په خبره، دغه خلک په پاکستاني شناختي کارټ را پرېښودل کېږي، خو هغه خلک چې شناختي کارټ او پاسپورټ نه لري، ځورول کېږي او پيسې ورڅخه اخيستل کېږي.
نوموړي دا هم وويل، ان ډېر افغانان چې د درملنې او نورو اړتياوو د پوره کولو په موخه يې د پيسو، وهلو ټکولو او سپکاوي سربېره تر کويټې ځانونه رسولي، هلته د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوي او بيرته خپل هېواد ته را اړول شوي دي.
هغه وويل، دغه حالت په سپين بولدک کې پر شته کار و بار هم ډېر اغېز کړى او هغسې راکړه ورکړه نه کېږي لکه مخکې چې وه.
ده د بېلګې په توګه د خپل شرکت يادونه وکړه چې مخکې به يې د ورځې په اوږدو کې له ٥٠ تر ٨٠ زره افغانيو سودا کوله، خو اوس ١٠ يا ١٥ زره هم نه کېږي.
بل پلو هغه سوداګر چې پاکستان ته مېوې صادروي او يا له دغه هېواد څخه افغانستان ته خوراکي او غير خوراکي توکي را واردوي هم مجبور شوي چې په پاسپورټ او ويزه سفر وکړي.
د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو په استازيتوب حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکستان امنيتي ځواکونه نه يوازې عام خلک د تګ راتګ پر مهال ځوروي، بلکې سوداګرو ته هم ستونزه جوړوي.
د ده په خبره، په همدې بنسټ يې وار له مخه سوداګرو ته وويل چې بايد پاسپورټونه جوړ کړي او پاکستان ته په ويزه سفر وکړي، خو ستونزه دا وه چې په کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ سوداګرو ته د يوې مياشتې ويزه ورکوله.
دى وايي، د دوى غوښتنه دا وه چې سوداګرو ته بايد شپږ مياشتنۍ ويزه ورکړاى شي؛ ځکه د انګورو صادرات هم درې مياشتې وخت اخلي او د انارو هم، په دې توګه به سوداګر له ستونزو سره نه مخ کېږي.
نوموړى زياتوي، وروسته يې دغه ستونزه د سوداګرۍ خونې او ولايتي ادارې د مسوولينو له لارې له کونسل سره حل کړه او هغوى ومنله چې سوداګرو ته به شپږ مياشتنۍ ويزې ورکوي.
په سپين بولدک کې د سرحدي پوليسو د درېيمې لوا کمېسار محمد علي داوري وايي، هغه مهال چې پاکستاني لوري د سپين بولدک- چمن لار تړلې وه، د بيرته خلاصولو لپاره د هغوى يو شرط دا هم و چې بايد پر دې لار په پاسپورټ او ويزه سفر وشي.
خو دى وايي د هغوى دا شرط ځکه د منلو نه و چې هره ورځ يوازې د کرښې د هغې غاړې چمن ١٠ زره اوسېدونکي د کاروبار لپاره سپين بولدک ته راځي، دغه راز د دواړو طرفونو اوسېدونکي له يو بل سره خپلوي لري او مجبور دي تر خپل منځ تګ راتګ وکړي.
نوموړي ومنله چې د تګ راتګ پر مهال افغانان ځورول کېږي چې هغوى يې په وار وار د ستونزو د هواري لپاره د پاکستان د سرحدي ځواکونو له مسوولينو سره خبرې کړې دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي چې د سپين بولدک- چمن پر لار يې د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغانانو د ځورولو خبرونه تر لاسه کړي دي.
خو نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې خلکو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه شکايت نه دى کړى، ولې هڅه کوي چې له ډيپلوماټيکو لارو دغه ستونزه حل کړي.
د سپين بولدک- چمن پر لار د خلکو د ځورولو لړۍ په داسې حال کې تونده شوې چې څو ورځې وړاندې پاکستاني لوري دغه لار د ١٤ ورځو لپاره د خلکو، صادراتو او وارداتو پر مخ په دې بهانه تړلې وه چې ګواکې افغانانو د هغوى بيرغ سوځولى دى.
ياده شوې لار د پاکستاني لوري له خوا د وږي په ١١مه بيرته پرانيستل شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










