منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نا امنيو له امله په شينوارو کې پنځه روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

جلال اباد(پژواک،٢٦وږى٩٥): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د شينوارو په زون کې اوس هم پنځه روغتيايي مرکزونه تړلي دي.

هسکه مېنه، اچين، رودات، کوټ، شينواري او بټي کوټ د شينوارو زون جوړوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيالې مقدسې معراج د وږي٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو نا امنيو له امله په شينوارو زون کې ١١ روغتيايي مرکزونه تړل شوي وو.

ده وويل چې د قومي مشرانو او حکومتي مسوولينو په هلو ځلو له يادو تړل شويو روغتيايي مرکزونو څخه شپږ يې بيرته د خلکو پر مخ پرانستل شوي خو پنځه يې اوس هم تړلي دي.

د ا چين ولسوالۍ د شډل بازار اوسيدونکي اتل پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله په دې ولسوالۍ کې دوه روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

ده وويل: (( دلته هيڅ روغتيايي خدمات نشته، د يوې وړې مريضۍ لپاره هم خلک جلال اباد ښار ته ځي.))

دغه راز د هسکې مينې ولسوالۍ د اوغز د سيمي اوسيدونکي نوراني هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکز هم تر اوسه تړلې پاتې دى.

ده وويل: (( يواځې د صحت مشکل نه دى دلته مکتبونه هم ټول تړلي دي.))

د اړوندې موضوع په اړه د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم پژواک ته وويل چې د شينوارو خلکو څو ځلې د يادې ستونزې په اړه دوى ته شکايت کړى دى.

هغه وايي: (( موږ چې بيا دغه موضوع د عامې روغتيا له رياست سره شريکوو، هغوى بيا وايي ترڅو چې امنيت نه وي ښه شوى دوى نشي کولاى روغتيايي مرکز پرانيزي.))

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې وويل د دوى هڅې روانې دي ترڅو پاتې تړل شوي روغتيايي مرکزونه هم د خلکو پرمخ پرانيزي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو پژواک ته ويلي چې دوى له روغتيايي کارکوونکو سره هيڅ ډول ستونزه نه لري.

 د ننګرهار د عامې روغتيارياست د چارواکيو د معلوماتو له مخې دا مهال په ننګرهار ولايت کې ١٢٣ روغتيايي مرکزونه شته دي چې د نا امنيو له امله يو شمير يې د خلکو پرمخ تړل شوي دي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا