غزني ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): په غزني کې روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.
د غزني د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول څانګې مشر ډاکټر محمد نسیم ابرار د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په غزني کې پر کانګو ناروغي د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دى.
ده زياته کړه، په روان کال کې په غزني کې پنځه د کانګو پېښې ثبت شوې چې دوه تنو يې تر اوسه خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو پېښو څخه درې د لوى اختر په ورځو کې ثبت شوې چې ټول د يوې کورنۍ غړي وو او دوه تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د نوموړي په وينا، دغه کوم کسان چې پر کانګو اخته شوي، بزګران دي او يا يې په مسلخ کې کار کاوه.
دى وايي: ((د کانګو پر ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دى او که یې ژر تر ژره مخنیوى ونه شي، نو ستر انساني ناورین به رامنځته کړي.))
د غزني د ولايتي روغتون د داخلې څانګې ډاکتر محمد حسين عرفاني پژواک ته وويل، دغه ناروغي د حيواناتو د کنې په وسيله او له ناروغ شخص څخه روغ شخص ته د وينې د ورکولو او بدني اړيکې له لارې انتقالېږي.
د ده د معلوماتو له مخې، د دې ناروغي عمده نښې شديده تبه، له سترګو او پزې څخه د وينې بهېدل، د عضلاتو درد او پر پوستکي د سور رنګه ټپ پيدا کېدل دي.
ډاکتر عرفاني وايي، دغه ناروغي په لومړيو کې د درملنې وړ ده او په هر چا کې چې دغه نښې ليدل کېږي، بايد ژر تر ژره ډاکتر ته مراجعه وکړي.
هغه وويل: ((که چېرې دغه ناروغي د حيوان په غوښه کې وي، نو غوښه بايد ښه پخه کړل شي.))
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل: ((د تره زوى مې د خوست - غزني په لاره په دې ناروغۍ اخته شوى، اوس په خوست کې بستر دى، خو د پوره درملنې لپاره يې کابل ته انتقالوي.))
د شېرمحمد په نوم يوه کس چې د غزني په مسلخ کې کار کوي، پژواک ته وويل: ((زما د خور زوى او درې کسه نور په دې مريضۍ اخته شوي وو، چې درېيو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.))
د ده په خبره، که د دې ناروغي مخه ونه نيول شي، ډېر کسان به په غزني کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دغه راز د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنده يي پژواک ته وويل چې په غزني کې په دې وروستيو ورځو کې درې کسان د کانګو په ناروغۍ اخته شوي دي.
دې زياته کړه، ياد کسان يې د کابل انتاني روغتون ته استولي وو چې دوه تنه يې مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز ويلي وو، "کانګو" يوه جدي روغتيايي موضوع ده چې دا مهال د يادې ناروغۍ له امله په هېواد کې ۱۲ سلنه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زياته کړې وه، د روان کال له پيل راهيسې د ۶۶ پېښو پخلى شوى او ۱۲ تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او په اختر کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د خطر احتمال زيات دى.
د کانګو ويروس د کريميان کانګو هيمورايتيک فيور په نوم يادېږي چې د لومړي ځل لپاره په ١٩٤٤زېږديز کال د اوکراين هېواد په کريميا ټاپو کې ليدل شوى او وروسته بيا کانګو هېواد کې خپور شو چې له امله يې تر اوسه زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










