منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې زياتې شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، له شمېرو وړاندې کولو پرته په داسې حال کې په هېواد کې د ځان وژنې د پېښو زياتېدو خبر ورکوي چې د يوې سروې له مخې په ٢٠١٢ کال کې ١٢٠٥ کسانو ځانوژنه کړې وه.

ياد وزارت نن د " اړيکو نيولو، خبرو کولو او څارنې" تر شعار لاندې له ځان وژنې د وقايې نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه، له اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه څو له دغه وزارت سره له ځان وژنې د وقايې ملي ستراتيژي د تطبيق په برخه کې مرسته وکړي.

د نړۍ روغتيايي سازمان سروې پر بنسټ چې ٢٠١٤ کال کې خپره شوه، ښيي چې ٢٠١٢ زېږديز کال کې ٢٠١٥ کسانو په افغانستان کې پر ځانوژنه لاس پورې کړى و.

د يادې سروې له مخې، د يادو کسانو له جملې څخه ٦٣٤ يې ښځې او ٥٦٢ يې نارينه وو، ډېرى کسانو چې ځان وژنه کړې ده، عمرونه يې له ١٥ تر ٢٩ کلونو څخه وو.

د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان معين ډاکتر احمدجان نعيم د نن په مراسمو کې وويل: "له بده مرغه عامې روغتيا وزارت د ځان وژنې کره شمېرې په لاس کې نه لري؛ ځکه خلک شرمېږي چې د ځانوژنې او ځان ځورونې کيسه چا ته بيان کړي، نو ځکه د ډېرو داسې پېښو راپور نه ورکول کېږي."

د هغه په وينا، د افغانستان روغتيايي مرکزونو کې د ځانوژنې پېښې تر ډېره د مسموميت، ځان سوځنې او داسې نورو پېښو په نوم ثبتېږي او دا شمېرې ښيي چې په هېواد کې ځانوژنې او ځان ځورونې د تېرو کلونو په پرتله زياتې شوې دي.

نعيم د دغه مطلب په بيان سره چې وزګارتيا، بې سوادي، بېوزلي او دوامدارو جګړو په هېواد کې د ځانوژنې او ځان ځورونې پېښو زياتېدو ته لار هواره کړې ده، زياته يې کړه چې دا ځانوژنې د جنسي، کورني تاوتريخوالي، ناسم دود او دستور، خپګان او له نشه يي توکو څخه ګټه اخيستل له امله رامنځته کېږي.

نوموړي په دې اړه چې ولې عامې روغتيا وزارت د ځان وژنې پېښو کره شمېرې نه لري؟ وويل: "شرم د ټولنې او روغتيايي کارکوونکو تر منځ ژورې ريښې ځغلولې دي چې د ځان وژنې پېښې په عمومي ډول د مسموميت او ځان سوځونې په نوم ثبتوي چې دغه کار د شمېرو راغونډولو په برخه کې عامې روغتيا وزارت له ستونزو سره مخ کړى دى."

نوموړي همداراز په دې ناسته کې له نړيوالو بنسټونو، د ارشاد، حج او اوقاقو له سکتورونو، د ځوانانو چارو معینیت او د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو، پوهنې، له نشه يي توکو سره د مبارزې او ښځو چارو له وزارتونو څخه وغوښتل څو له دغه وزارت سره د ځان وژنې پر وړاندې د ملي وقايې ستراتيژي تطبيق کې مرسته وکړي.

راپورونه ښيي چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا يو ميليون کسان پر ځان وژنه لاس پورې کوي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا