منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هند اتراپردېش لوبډلې ته په دوستانه لوبه کې ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په يوه تمريناتي دوستانه لوبه کې د هندوستان د اتراپردېش ايالت لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه پرون د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي د ګريتر نويډا په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې د افغانستان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ٢٥٩ منډو هدف ورکړ.

دى وايي چې د افغانستان له لوري شبير نوري ۱۲۸ او حشمت الله شهیدي ۵۰ منډې جوړې کړې.

د هوتک په وينا، د هندوستان د اتراپردېش ايالت لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله يې په ٢٢٧ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا  لوبه د ٣٣ منډو په توپير وګټله.

د افغانستان له لوري نوين الحق، راشد ارمان، افتاب عالم او حمزه هوتک دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د يادونې ده، د کرکټ ملي لوبډلې دا مهال په هندوستان کې ده او بنګله دېش سره د راتلونکې اونۍ د سياليو لپاره په تمريناتو بوخته ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې