منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې سږ کال د کانګو ناروغۍ ۵۳ پېښې ثبت شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

هرات ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د هرات حوزوي روغتون مسوولين د روان کال له پيله څخه تر اوسه په دغه ولايت کې د"کانګو" پر ناروغۍ اخته د ٥٣ کسانو خبر ورکوي او وايي چې پنځه ناروغان يې مړه شوي دي.

د کريما يا کانګو پر ناروغۍ اخته کسان تبه لري، وينه ضايع کوي چې له کنې، ککړې وينې سره د تماس او د څارویو د حلالولو پر مهال انسانانو لېږدول کېږي.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي د وږي په ٣٠ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وينې ضايع کېدو تبه لرونکې ناروغۍ "کانګو" د څارويو او انسانانو تر منځ ګډه ناروغي ده چې د يو ډول "کنې" په وسیله په ناروغۍ د اخته څاروي له وينې او يا غوښې انسانانو ته لېږدول کېږي.

د شېرزي په وينا، د دې ناروغۍ له امله د روان کال له پيله تر اوسه د ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه: "موږ د روان کال له پيله راهيسې تر اوسه د کانګو ناروغۍ ٥٨ مثبتې پېښې ثبت کړې دي چې له يادې شمېرې له بده مرغه د ښځو په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى."

 په کانګو ناروغۍ اخته غلام سرور چې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دى، پژواک ته وويل: "زه کارګر وم، کله مې چې پښو ته پام شو، تور ټپونه پرې رابرسېرن شوي وو، ژر مې د ولسوالۍ روغتون ته ځان ورساوه چې وروسته د ډاکټرانو په مرسته د هرات په حوزوي روغتون کې بستر شوم."

پر کانګو ناروغۍ اخته حبيب الله  هم چې په دغه روغتون کې بستر دى پژواک ته يې وويل: "کله مې چې پسه ذبح کاوه، وينه يې زما لاسونو، پښو او مخ ته را باد شوه او څو ورځې وروسته ناروغ شوم کله چې روغتون ته راغلم ډاکټرانو راته وويل چې ته د وينې ضايع کېدو او تبې په ناروغۍ اخته يې او اوس يو څه ښه يم."

د هرات حوزوي روغتون انتاني برخې مسوول ډاکټر محمدابراهيم بسيم معلوماتو له مخې؛ تبه، سردرد، د مفصلو دردونه، د بدن ځينو برخو توروالی، کانګې او وينه بهېدنه د کانګو ناروغۍ له نښو ګڼل کېږي که د ناروغ درملنه ونه شي، نو د مرګ لامل يې ګرځي.

نوموړي زياته کړه: "دا ناروغۍ، د کنو پر مټ  له څارويو څخه انسان ته لېږدول کېږي،کنه له يو نسل څخه بل نسل ته ويروس لېږدوي او تر ډېره د تودخې موسم کې خپرېږي او څوک چې پسه ذبح کوي؛ بايد دستکش، ماسک او موزې پر پښو کړي چې ويروس ورته انتقال نه شي."

د هرات د حوزوي روغتون مسوولينو په وينا، تېر کال هم د کانګو پر ناروغۍ ٩١ کسان اخته شوي وو، چې له ياد شمېر د پنځو ښځوو په ګډون ١٢ کسانو ژوند له لاسه ورکړى و.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني ولايت کې هم پنځه کانګو پېښې ثبت شوي دي چې دوه کسانو تر اوسه ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هېواد عامې روغتيا وزارت هم څه موده وړاندې د کانګو وژونکې ناروغۍ د ويروس خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې چې له يادې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره دې ځانګړي ګامونه واخلي.

ددې وزارت په وينا، " کانګو يوه جدي او وژونکې ناروغۍ ده؛ خو د مناسبو احتياطي تدابيرو په اخيستلو سره کولى شو، خطر يې تر اخرې کچې راټيټ کړو."

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا