کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېيو يو ورځنۍ نړيوالو سياليو ترسره کولو په موخه بنګله دېش ته ورسېده.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند وياند فريد هوتک د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبـډله نن له غرمې مخکې د هندوستان له نوي ډيلي څخه د بنګله دېش پلازمينې ډهاکې ښار پر لور وخوځېده او رسېدلې ده.
هغه زياته کړه چې ملي لوبډلې د هندوستان د نوي ډيلي په ګريټر نواډا نړيوال لوبغالي کې تر دوو اونيو پورې تمرينات او دوستانه سيالۍ ترسره کړې او د بنګله دېش سياليو لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.
ټاکل شوې ده چې ملي لوبډله د تلې په ٢مه نېټه د بنګله دېش له يوې بلې لوبـډلې سره تمريناتي دوستانه لوبه ترسره کړې.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه د تلې په ٤مه، دويمه یې په اوومه نېټه او درېيمه هغه یې په لسمه نېټه ترسره کېږي.
له بنګله دېش سره د يادو سياليو لپاره د تمريناتو په موخه تر ٢٠ ډېر لوبغاړي هندوستان ته لېږل شوي، وو، چې له هغوى څڅه اوس ملي لوبډله اعلان شوې.
د بنګله دیش پر وړاندې لوبیدونکې افغان لوبډله !
اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، نوروز منګل، شبیر نوري، رحمت شاه، نجیب ځدراڼ، محمد نبي عیسی خیل، حشمت الله شهیدي، سمیع الله شینواري، کریم جنت، میرویس اشرف، راشد ارمان، حمزه هوتک، نوین الحق، فرید ملک, دولت ځدراڼ.
احتیاطی لوبغاړی ، افسر ځاځی، احسان جنت او آفتاب عالم
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










