منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرکټ په یوه تمریناتي لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، د تلې ۲مه، ۹۵):  د افغانستان کرکټ لوبډلې د بنګله دیش پرمختیایي لوبډلې ته په تمریناتي سیالۍ کې د ۶۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا لوبه نن د بنګله دیش په پلازمینې ډهاکې ښار کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه، د لوبې پچه د بنګله دیش پرمختیایي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۳۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې حشمت الله شهیدي ۶۹ منډې جوړې کړې.
د بنګله دیش پرمختیایي لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۳۹ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۷ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله.
د افغان توپ اچونکو له لوري محمد نبي عیسی خیل ۴، راشد ارمان ۲، فرید ملک ۲ او کریم جنت ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
ټاکل شوې ده، چې دافغانستان او بنګله دیش ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د تلې په څلورمه ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې