منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هرات والي د خليل پارسا د روغتیايي وضعیت پوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

هرات ښار (پژواک، ٤ تله ٩٥): د هرات والي د دغه ولايت د مدني ټولنو د همغږي کوونکي خليل پارسا د روغتیا د پوښتنې تر څنګ د مرکزي روغتون له چارواکو وغوښتل چې د هغه د درملنې لپاره جدي هڅې وکړي.

د هرات د مدني ټولنې شبکې همغږي کوونکى خليل پارسار، پرون ماښام د نا پېژانده وسله والو له بريد سره مخ شو او سخت ژوبل شو.

د هرات والي وياند جيلاني فرهاد نن پژواکو خبري اژانس ته وويل چې دغه مدني فعال د موټرسايکل سپرو له خوا وېشتل شوى او بريدګر يې تښتېدلي دي.

د فرهاد په خبره، پارسا روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

بلخوا د هرات والي محمد اصف رحيمي نن سهار د هرات حوزوي روغتون ته چې خليل پارسا په کې تر جدي مراقبت لاندې دى، پوښتنې ته ورغى.

والي له ډاکټرانو او روغتيايي ډلو وغوښتل چې د نوموړي د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

پر دې سربېره د هرات والي امنيتي او استخباراتي ارګانونو ته جدي لارښوونه کړې چې پر خليل پارسا د بريد عاملين پيدا کړي او جزا ورکړي.

د هرات والي په خپل پيغام کې خليل پارسا يو ولسي شخصيت او پياوړى مدني فعال بللى چې د ناخوالو پر وړاندې ولاړ و او له ډيموکراسۍ يې دفاع کړې ده.

په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون ډاکټران وايي چې د پارسا روغتيايي وضعيت تر کنټرول لاندې دى او ټولې روغتيايي نښې يې د ډاډ وړ دي.

د هرات حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد ناصر فوشنجي وويل: ((د جراحۍ متخصصينو مجربه ډله تر نيمې شپې پورې د ټپيانو په عملياتو بوخته وه.))

هغه زياته کړه چې د پارسا روغتيايي وضعيت د ښه والي خوا ته روان دى، خو د درملنې پروسه يې وخت نيسي.

بلخوا د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وويل چې بريدګر له بريد وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو د پېښې د عاملينو د نيولو لپاره د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا