کابل ښار (پژواک، ٤ تله ٩٥): په کابل کې د "لیوني سپي له خوا د داړل شوو" د درملنې يوازېنې دولتي مرکز په داسې حال کې چې هره ورځ لسګونه ناروغان ورځي، له تېر يو کال راهيسې په دغه مرکز کې د ياد ويروس واکسين شتون نه لري او ناروغان خصوصي مرکزونو ته معرفي کېږي.
په کابل کې يو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي د لیوني سپي د داړل شوو د درملنې په يوازېنې دولتي روغتون کې د واکسين د نه شتون په اړه نيوکه کوي او وايي چې خصوصي روغتونونو کې د ياد ويروس واکسين د پېرودلو وس نه لري.
خو د عامې روغتيا وزارت وايي چې دې برخه کې د بهرنيو موسسو نه لېوالتيا او د لیوني سپې واکسين (Anti Rabies) برابرولو لپاره د کافي بوديجې نه شتون د دې لامل شوي چې له تېر نږدې يو کال راهيسې دا واکسين په دولتي روغتيايي مرکزونو که تطبيق نه شي.
سپي داړل، يو ويروسي ناروغي ده، د بدن پر عصبي سيستم بريد کوي چې ناروغ فلج کېږي او که په بېړه يې درملنه ونه شي نو د مريض د مړينې لامل هم ګرځي، درملنه يې په څو پړاوونو کې د يوې مياشتې په موده کې ترسره کېږي.
يو شمېر سپي داړلي ناروغان چې د کابل ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د کابل ښار سينما پامير سيمه کې د مرکزي روغتون د سپي داړلو واکسين برخې ته ورغلي دي، وايي د ياد مرکز ځينو کارکونکو له لوري د منفي ځواب په ترلاسه کولو سره ، خصوصي روغتيايي مرکزونو ته استول شوي دي.
د کابل ښار قواى مرکز سيمې اوسېدونکى ١٣ کلن صفى الله چې د ښوونځي په لار سپې په لاس او پښه داړلى دى او د بدن له ټپونو څخه اندېښمن دى، وويل چې کورنۍ يې د نوموړي درملنې لپاره پېسې نه لري او دولتي کلنيک هم خصوصي برخې ته راجع کړى دى.
د صفي الله مور هم وويل: "زوى مې د درملنې لپاره دولتي روغتون ته راوست؛ خو راته وايي چې له تېر يو کال راهيسې موږ څوک نه تداوي کوو؛ ځکه چې واکسين نه لرو او تاسې بايد خصوصي روغتيايي مرکزونو ته لاړ شئ؛ زه خصوصي روغتون کې د درملنې لګښت ورکولو توان نه لرم."
د کابل چهاردهي سيمې د کلا فتو سيمې اوسېدونکى محمد امان چې ناروغ زوى يې مرکزي روغتون ته راوستى دی د لیوني سپي واکسين د نه شتون له امله له دغه روغتونه سر ټکوي او وايي زوى يې چې کله له ښوونځي څخه کور پر لاره و، سپې له شا لوري پرې بريد کړى او هغه يې داړلی دی.
هغه زياته کړه: "موږ په هيله مندۍ دغه روغتون ته راغلو چې زوى مې تداوي شي؛ خو موږ ته يې وويل چې واکسين نه لرو، تاسو خصوصي برخې ته ولاړ شئ."
محمد امان وويل چې خصوصي روغتيايي مرکز کې د زوى درملنې لګښت پرې کولو وس نه لري.
اته کلنه مدينه چې خيرخانې کوتل ته څېرمه د ذاکرينو په ښارګوټي کې سپي داړلې او هغه يې ټپي کړې ده؛ پلار يې وويل چې د اقتصادي ستونزو له امله يې د ياد واکسين لومړى پړاو بشپړ نه کړ او د خپلې لور د درملنې توان نه لري.
د پژواک خبري اژانس خبريال چې د راپور چمتو کولو لپاره د مرکزي روغتون سپي داړلو واکسين تطبيق برخې ته ورغلى دى، ويې ويل چې د ٢٠ دقيقو په موده کې چې دې دولتي روغتيايي مرکز کې موجود و، څو ناروغان له دې مرکز څخه خصوصي روغتيايي مرکزونو ته راجع شوي دي.
له بل لوري د مرکزي روغتون يوه کارکوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، پژواک ته وويل چې هره ورځ تر ٣٠ سپي داړلي کسان روغتون ته مراجعه کوي؛ خو د روغتون ځينو موظفينو له لوري خصوصي روغتيايي مرکز ته چې روغتون ته څېرمه دی، راجع کېږي.
پژواک خبريال وغوښتل چې مرکزي روغتون کې د سپي داړلو واکسين تطبيق برخې له مسوول ډاکټر محمد يوسف علي خيل سره مرکه وکړي؛ خو نوموړي د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه او ويې ويل چې له مطبوعاتو سره د مرکې اجازه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټول سپي داړلي مريضان مرکزي روغتون ته مراجعه کوي؛ د واکسين نه شتون له امله نه تداوي کېږي او د دغه روغتون موظفو کارکوونکو له لوري خصوصي روغتيايي مرکز ته چې د مرکزي روغتون سپي داړلو واکسين تطبيق مسوول اړوند دى، استول کېږي.
دا خصوصي روغتيايي مرکز له مرکزي روغتون څخه ٣٠ متره واټن لري او د سپي داړلو تداوي لپاره ښه امکانات په واک کې لري.
ياد خصوصي روغتيايي مرکز کې د سپي داړلو واکسين تطبيق دومره لګښت غواړي چې ځيني يې د ورکولو توان نه لري، له تطبيق پرته بېرته کور ته ځي.
د کابل ښار د طلايي ښارګوټي اوسېدونکى عبدالرازق چې د عبدالواسع په نوم زوى يې څلور ورځې وړاندې خيرخانې کوتل ته څېرمه سپي داړلى د درملنې لپاره ډاکټر ته وروستى و، پژواک ته يې وويل: "د واکسين تطبيق موظف ډاکټر لومړى را څخه ٨٠٠ افغانۍ واخيستې او ويې ويل چې څلورو نورو پړاوونو کې، هر پړاو کې ٦٠٠ افغانۍ اخلي چې د دومره لګښت پرې کول راته ستونزمن دي."
د مسوولينو ځواب:
د عامې روغتيا د ساري ناروغيو کنټرول رييس ډاکتر شاه ولي معروفي وويل چې د بهرنيو مرستندويه موسسو نه لېوالتيا او د دغه وزارت عادي بوديجې کمښت د دې لامل شوى چې هر کال د عامې روغتيا وزارت د لیوني سپي واکسين (انټي رابيز) له کمښت سره مخ شي.
هغه زياته کړه چې تر دې وړاندې هر کال کابو ٢٢٠٠٠ دوزه واکسين د عامې روغتيا وزارت له لوري چمتو کېده او ولايتونو ته استول کېده چې تېرکال هم شاوخوا ١٢٠٠٠ دوزه واکسين وپېرل شو او ټولو ولايتونو ته ولېږل شو.
نوموړي وويل چې کابل کې د تېر کال له لړم مياشتې راهيسې په دې برخه کې د زياتو ناروغانو د مراجعې له امله، د لیوني سپي واکسين خلاص شو او له ناچارۍ په ياد ويروس اخته کسان خصوصي برخې ته راجع کېدل.
هغه زياته کړه چې کابل کې د سپي داړلو پېښو ګراف لوړ دى، نو ځکه مياشت کې نږدې ١٠٠٠ دوزه واکسين ته اړتيا ده.
خو نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې د عامې روغتيا مالي برخې، ١٢٠٠ دوزه واکسين چمتو کړى او ټاکل شوې چې څو راتلونکو ورځو کې مرکزي روغتون ته وسپارل شي او د دې تر څنګ نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) هم ١٠٠٠ دوزه واکسين د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړى دى.
د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو کنټرول رييس د معلوماتو له مخې، تېر کال د هېواد په کچه شاوخوا ١٣٠٠٠ د لیوني سپي داړلو پېښې ثبت شوې وې؛ خو سږ کال د واکسين نه شتون او خصوصي برخې ته د ناروغانو راجع کولو له امله، کره شمېرې په لاس کې نشته.
هغه يادونه وکړه چې دسپي داړلو ټولې پېښې مثبتې نه وي؛ ځکه څو چې ناروغ او داړونکی حيوان ونه ازمايل شي، تشخيص شونى نه دى؛ خو خلک د دې ناروۍ پر وړاندې د وقايې لپاره د لیوني سپي واکسين تطبيق ته مراجعه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










