کابل (پژواک، ٥ تله ٩٥): بنګله دېش د کرکـټ په لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغانستان ته د اوو منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
دا لوبه پرون تر غرمې وروسته د بنګله دېش پلازمينې ډهاکې شار د شيربنګال په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
ددې لوبې پچه پنګله دېش ګټلې وه او پخپله يې لومړى توپوهنه وکړه، د بنګله دېش لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو ٢٦٥ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ٢٦٦ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري دولت ځدران، څلور، راشد خان او محمد نبي دوه، دوه، ميرويس اشرف او نوين الحق يو يو لوبغاړى وسوځولو.
د افغانستان لوبډلې چې کله لوبه پيل کړه، نو شهزاد محمدي او شبير نوري ژر وسوځېدل ، خو وروسته حشمت الله شهيدي او رحمت شاه په زړه پورې لوبه وکړه او دافغانستان منډې يې نږدې ٢٠٠ ته ورسولې، شهيدي ٧٢ او رحمت شاه ٧١ منډې جوړې کړې او دواړه وسوځيدل، ورپسې محمد نبي راووتل او منډې يې تر ٢٣٠ پورې ورسولې، اټکل کېده، چې افغانستان به دا لوبه په اسانۍ سره وګټي، خو په وروستيو شېبو کې د ځينو لوبغاړو د بې مسووليته لوبې له امله بنګله په وروستيو شيبو کې بېرته پر لوبې کنټرول وکړ او دافغانستان ټول لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان ټوله لوبډله په ٥٠ اورونو کې په ٢٥٨ منډو وسوځېدله، او دغه راز بنګله دا لوبه وګټله.










