کابل، جلال اباد (پژواک، ٨ تله ٩٥): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې هوايي بريدونه د افغان او امريکايي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د داعش پر مرکزونو ترسره شوي دي.
پرون سهار امريکايي بې پيلوټه الوتکې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ پر يوه کور هوايي بريد کړى چې د ځايي چارواکو په وينا، په دغه بريد کې ١٨ د داعش وسله وال او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې په بريد کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.
د ملي دفاع وزارت له خوا د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او امريکا د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس تر کره ارزونو وروسته په اچين ولسوالۍ کې د داعش مرکزونه په نښه او له منځه وړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په يادو بريونو کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دا چې ځينو رسنيو په دغو بريدونو کې د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړي، نو د ملي دفاع وزارت په دې اړه يوه کمېسيون ته دنده سپارلې، څو کره څېړنه وکړي.
بلخوا د ننګرهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اچين ته د استول شوي پلاوي موندنې ښيي چې د تېرې شپې بريد هدف داعش ډله وه چې په ياده سيمه کې د خپل يو همکار د مبارکۍ په بهانه راټول شوي وو.
سرچينې زياته کړې، دغه پلاوي چې پرون ماښام ناوخته يې ننګرهار والي سليم خان کندوزي سره خپلې هر اړخيزه څېړنې شريکولې وويل، په بريد کې د يو مهم قوماندان حمزه او د همدې ډلې د مهم قاضي حاجي محمد په ګډون ۱۸ داعشيان وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپيان دي.
د پلاوي راپور له مخې، د داعش ياد غړي د يوه ځايي استوګن حاجي رييس ته راټول شوي وو چې تازه له حج څخه راستون شوى و او ورباندې تور دی چې داعش ته امکانات برابروي.
سرچينې زياته کړې، داسې ويل کېږي چې د پېښې پر وخت پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې په دې اړه نورې څېړنې هم روانې دي.
د ننګرهار ولايت مقام ويلي وو چې په ياده پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عصمت شينواري په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه بريد په اړه د ننګرهار ولايتي ادارې راپور ناسم ياد کړ او دا يې د ولسونو په حق کې لوی تېری وباله.
هغه له پژواک سره د مرکې پر مهال وويل چې د اچين په پېښه کې وژل شوي ټول عام خلک دي او که هر څوک يې په اړه ثبوت غواړي؛ نو دوی حاضر دي چې د هغوی د بې ګناهۍ ثبوت وړاندې کړي.
نوموړي وړاندې وويل: ((که چېرته دا خلک داعش وی؛ نو دوی خو څه له هسکې مېنې راغلي، څه له روداتو نه ، څه له نازيانو نه؛ نو ولې بيا په لاره د هغوی مخه نه ده نيول شوې؟))
د ولسي جرګې ياد غړي له حکومته په دې برخه کې هم وضاحت وغوښت چې که چېرته له حجه راغلی شخص (حاجي ریيس) رښتيا هم داعشيانو ته امکانات برابرول؛ نو ولې ورته پاسپورټ ورکړل شوی، ولې ويزه ورکړل شوې، ولې د تګ راتګ پر مهال نيول شوی نه دی؟
هغه حکومت ته ګوتڅنډنه وکړه، که د يادو بې ګناه کسانو د وژلو په اړه سم ځواب ورنه کړي؛ نو دوی به يې د ننګرهار خلکو په ملتيا د حق غوښتنې لپاره لويې اعتراضيه غونډې او احتجاجونه وکړي.
په کابل کې د امر يکايي ځواکونو لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې يو ځل بيا راغلي چې دوى د ملکي تلفاتو په اړه ادعاوې جدي نيسي.
سرچينې زياته کړې چې داعش ډلې په ننګرهار ولايت کې ډېره فعاله ده، په ياده سيمه کې د روزنې مرکزونه او پټنځايونه هم لري او هڅه کوي چې خپل فعاليتونه نورو سيمو ته هم وغځوي.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان ځانګړي ځواکونه د ننګرهار په سوېلي سيمو کې د داعش د ځپلو لپاره هلې ځلې کوي او امريکايي ځواکونه ورسره په دغه کار کې مرسته کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو داعش ته لويه ضربه اړولې او امريکايي ځواکونو د دوى مشر حافظ سعيد خان هم وژلى دى.
امريکايي ځواکونو ويلي چې په اچين ولسوالۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د ځانګړو عملياتو په اړه معلومات نه شريکوي؛ ځکه دوى اوس هم د ياد بريد په اړه څېړنې کوي او معلومات راټولوي.
سرچينې زياته کړې: ((موږ ټول ممکن اقدامات په لاره اچوو، څو په عملياتو کې د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










