منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د لسو روغتيايي پروژو کار پيل شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۰ تله ۹۵) : په ننګرهار کې د سعودي عربستان، هندوستان او افغان حکومت د ۷ اعشاره ۵ ميليونه ډالرو په  لګښت د  لس  روغتيايي پروژو چارې پيل شوې.

د يادو پروژو پرانېسته د تلې په لسمه د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې په افغانستان کې د عربستان د سفير، په ننګرهار کې د هندوستان کونسلر او د افغانستان د عامې روغتيا وزير لخوا وشوه.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز وويل  چې په دغو پروژو کې د فاطمة الزهرا روغتون او نرسنګ انسټيټيوټ د ودانيو جوړولو چارې د سعودي عربستان د ۵ ميليونه ډالرو په مالي لګښت ترسره کيږي.

هغه زياته کړه  چې په يادو پروژو کې د جلال اباد حوزوي روغتون په انګړ کې د ښځو واټ لپاره د يوې نوې ودانۍ او اچين ولسوالۍ کې د روغتيايي کلينيک چارې او ځينې نورې وړې پروژې هم شاملې دي، چې د هندوستان د څه باندې يو ميليون ډالرو په مالي لګښت به ورغول شي.

د عامې روغتيا وزير وويل چې په يادو لسو پروژو کې د ننګرهار په شيرزادو او حصارک ولسواليو کې د دوو پنځوس بستريزو کلينيکونو جوړېدل هم شامل دي چې پر هر يوه يې د افغان حکومت ۶۰۰ زره ډالر لګښت راځي.

بلخوا په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير مسفر بن عبدالرحن آل غاصب د يادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وويل  چې هيواد يې افغانستان سره د دوامدارو مرستو لپاره ژمن دی.

هغه زياته کړه: (( د سعودي حکومت په خپلو کاري تګلارو کې دوه مهم فکتورونه لري، چې يو د حرمينو شريفينو خدمت او بل د امت مسلمه خدمت دی، چې افغانستان هم د مسلمانانو ټولنو يو جز دی او موږ به ورسره تل خپلې مرستې جاري ساتو.))

د سعودي سفير ډاډ ورکړ چې د عربستان پاچا او وليعهد له افغانستان سره مرستو ته ليواله دي او دلته د هرې پروژې څخه خپله څارنه کوي.

دغه راز په ننګرهار کې د هند کونسلر دهندار سنګ وويل، چې هيواد يې نه يواځې د روغتيا ، بلکې په بېلابېلو ډګرونو کې له افغانستان سره مرستو ته چمتو دی او دغه ډول مرستې يې له افغانستان سره د هند د تل پاتې دوستۍ بېلګې يادې کړې.

هغه زياته کړه: ((د دغو پروژو د ښه تطبيق تر څنګ به هڅه وکړم، چې په ننګرهار کې د هند د مرستو د دوامداره ساتلو په لړ کې نورې بېلابېلې رغنيزي پروژې هم پلې کړم.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د سعودي عربستان او هندوستان د حکومتونو له دغو مرستو څخه  د مننې ترڅنګ وويل، چې ننګرهار د روغتيا په برخه کې ډېر مشکلات لري او دا ډول پروژې به وکولی شي چې يادو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

کندوزي وويل، هڅې يې پيل کړي چې په دغه ولايت کې د روغتيا سکتور د  پرمختګ لپاره د نورو بېلابېلو هيوادونو د مرستندويه ټولنومرستې هم جلب کړي تر څو په ننګرهار کې د  روغتيا د برخې مشکلات ختم شي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي انجينر سيد اکرام د سعودي عربستان له سفير څخه د دغو مرستو د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د عربستان جدې پوهنتون کې دې افغان محصلينو ته د زده کړو زمينه برابره کړي او هم دې په ننګرهار کې په ورته امکاناتو برابر يو اسلامي پوهنتون ورغوي.

دغه راز د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني د هند او عربستان د مرستو د مننې ترڅنګ وويل، چې دغه دواړه هيوادونه تل د افغانستان مرستندويه پاتې شوي او له کومې موخې پرته يې افغانستان سره مرستې کړې دي.

نوموړي دغه راز په ننګرهار کې د دولتي پروژو د ځنډ په اړه په دولت نيوکه وکړه، چې د تدارکاتو په کمېسيون کې د ننګرهار د پروژو پيسي ځنډوي، چې د بلګې په توګه يې د بهسودو د دويم پله چارې يادې کړې.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز هم د يوې خبري غونډې پرمهال ژمنه وکړه چې د ننګرهار روغتيايي سيستم ته به توجه زياتوي او ډير ژر به په اړوندو نورو برخو کې هم مرستندويه ادارې مرستو کولو ته جلب کړي.

د يادولو ده چې د ننګرهار ولسونه په دغه ولايت کې د پښتورګو د روغتون چې د پاکستان په مرسته جوړ شوی هم د کار د پيل په تمه دي چې تازه يې يو ځل بيا هم د عامې روغتيا وزير د کار د پيل اعلان وکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا