منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بنګله ديش له افغانستان څخه د کرکټ درېيمه يوه ورځنۍ لوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ١١ تله ٩٥): بنګله ديش د کرکټ په درېيمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره ددرېيو لوبو لړۍ وګټله.

دا لوبه پرون د بنګله دېش د ميرپور ښار د شيربنګال په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

ددې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه، د بنګله دېش لومړى لوبغاړى ژر وسوځېد، خو ورپسې تميم اقبال او صابر رحمان په زړه پورې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې يې ١٥٠ ته ورسولې.

يو وخت اټکل کېده، چې د بنګله دېش لوبـډله به تر ٣٠٠ زياتې منډې وکړې، خو دتميم او صابر تر سوځېدلو وروسته د بنګله دېش لوبډله تر فشار لاندې راغله او منډې يې کنټرول شوې، خو په وروستيو کې يې بيا تېزې منډې وکړې او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٧٩ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ٢٨٠ منډو هدف ورکړ.

دافغانستان له لوري محمد نبي، ميرويس اشرف اوراشد خان دوه دوه لوبغاړي، دولت ځدران او رحمت شاه يو يو لوبغاړى وسوـځولو.

افغانستان چې کله د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پيل کړه، نو د شهزاد په صفر سوځېدلو سره لوبډله تر فشار لاندې راغله او په وقفه يي توګه لوبغاړي وسوځېدل. د افغانستان ټوله لوبډله په ٣٤ اورونو کې په ١٣٨ منډو وسوځېدله او دغه راز بنګله دېش دا لوبه د ١٤١ منډو په ستر توپير سره وګټله او دغه راز لړۍ يې هم دوه پر يو پخپل نوم کړ.

ددې لوبو لړۍ لومړۍ لوبه بنګله دېش  او دويمه افغانستان ګټلې وه.

د يادونې وړ ده، چې بنګله دېش په تېرو دوو کلونو کې پخپل هېواد کې د لوبو هېڅ لړۍ نه ده بايللې، له اسټراليا، سويلي افريقې، سريلانکا او پاکستان څخه يې لوبې ګټلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې