منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر ورزشکاران د ملي يووالي ممثلين او د هېواد وياړ وبلل

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۹۵): ولسمشر د فوټبال فدراسيون چارواکو، شاهين اسمايي او ميوند اتلانو له لوبغاړو سره په کتنه کې هغوی ځکه د قوي ارادې لرونکي، د ملي يووالي ممثلين او د هېواد وياړ وبلل، چې تل يې ملي بيرغ په وياړ لوړ کړی دی.

له ارګ څخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن سهار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د شاهين اسمايي او ميوند اتلانو د لوبډلو لوبغاړو سره د ليدنې پر مهال وکړې.

د افغانستان د غوره ليګ سيالۍ څه باندې يوه مياشت وړاندې د هېواد له اتو زونونو اته ټيمونه (سپين غر بازان، ميوند اتلان، اباسين څپې، طوفان هريرود، شاهين اسمايي، موج های امو، عقابان هندوکش او  سيمرغ البرز) په دوو ډلو کې د سياليو ډګر ته راووتلې، چې په پايلوبه کې شاهين اسمايي لومړی او ميوند اتلانو دويم مقام خپل کړ.

د لوبې په پاى کې د اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او څو تنو نورو چارواکو له خوا پر لوبغاړو او لوبډلو کپونه او مډوالونه ووېشل شول.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ولسمشر غني لوبغاړو ته په خطاب کې وويل: "تاسو قوي اراده لرئ، د ملي يووالي ممثلين يئ، ټول درباندې وياړي او د افغانستان ښه سفيران يئ، ځکه تل مو ملي بيرغ په وياړ لوړ کړى دى."

هغه زياته کړه، يوه رسمي پلاوي ته به دنده وسپاري، ترڅو د افغانستان فوټبال فدراسيون ستونزې تشخيص او حل يې کړي.

د ده په خبره، راتلونکى کال به د ورزش د ودې لپاره يوه اندازه بودجه ځانګړې شي.

اشرف غني د شاهين اسمايي او د ميوند اتلانو لوبډلو ته د وروستيو سياليو د مبارکۍ ترڅنګ وويل: "په ورزش کې مهم شى يواځې ګټل نه، بلکې په لوبه کې شاملېدل او مشروع رقابت دى."

ولسمشر د فوټبال فدراسيون له روزونکو مننه وکړه او ويې ويل، د افغان لوبغاړو د روزنې په برخه کې د تاجکستاني روزونکو مرسته د دوو هېوادونو د ښو مناسباتو او همکارۍ ښکارندويي کوي.

د فوټبال فدراسيون فني مرستيال محمديوسف کارګر لوبو او لوبغاړو ته د ولسمشر له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او ويې ويل: "د فوټبال غوره ليګ د سياليو اساسي موخې د فوټبال وده، ملي يووالى، همغږي او ملي پيوستون وو."

ده زياته کړه، د فوټبال فدراسيون له شته ستونزو سره بيا هم په ولايتونوکې د فوټبال لوبو پرمختګ کړى، تکړه ځوانان انتخاب او جذب شوي چې په ملي او نړيواله کچه ښې اتلولۍ او لاسته راوړنې لري.

نوموړي د فوټبال فدراسيون د مالي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د فوټبالرانو د روزنې په برخه کې د تاجکستان د روزونکو هڅې يې وستايلې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې