منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:10 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

چارواکي: ناوه ولسوالۍ نه ده سقوط شوې

· 2 دقیقې لوستل · 152 کتنې

تعقيبي-لښکرګاه (پژواک،۱۲تله۹۵):د هلمند چارواکي وايي چې ناوه نه ده سقوط شوې او دې ولسوالۍ ته د امنيت د ټينګښت په موخه تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار يو شمېر نورو هلمندي چارواکو ويلي وو چې ناوې ولسوالۍ سقوط کړى او امنيه قوماندان يې هم وژل شوى دى.

خو د هلمند د والي وياند عمرځواک د تلې په١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناوې ولسوالۍ په ټوليزه توګه نه ده سقوط  شوې، خو امنيه قوماندان يې سمونوال احمدشاه سالم وژل شوى دى.

ځواک وايي:(( ولسوالي په ټولیزه توګه نه ده سقوط شوې، امنیتي ځواکونو تر وروستیو پورې کلک مقامت وکړ، چې وروسته له کندهاره او لښکرګاه څخه د هوايي ځواک په ملاتړ نوي ځواکونه ورته ورسېدل.))

نوموړي زیاته کړه، هلته د هوايي بریدونو په ترڅ کې لسګونه طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.

هغه وويل چې د يادې جګړې پرمهال د ناوې د امنيې قوماندان ترڅنګ درې نور  پوليس هم وژل شوي دي.

ده وويل چې په بولان او باباجي سيمو کې امنيتي ځواکونو ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر طالبان هم وژل شوي دي.

بل خوا د هلمند د ولایتي شورا ریيس کریم خان اتل پژواک ته وويل چې پر ناوې ولسوالۍ د بريد په اړه امنيتي ځواکونو ته مخکې خبر ورکړل شوى و، خو په وخت يې اقدام نه دى کړى.

ده وويل: (( طالبانو اول له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموې ټانګ قوماندانۍ ته دننه کړى او بيا يي چاودنه ورکړې ده چې بيا امنيتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي.))

خو  د وژل شوي امنیه قوماندان ورور او د ولسي جرګې غړي عبدالودود پوپل پژواک ته وويل چې د ورور تر وژل کیدو وروسته ولسوالۍ سقوط شوې او امنيتي ځواکونه ترې وتلي دي.

وسله وال طالبان هم د ناوې سقوط تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د هلمند ناوې ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې طالبانو د ناوې ولسوالۍ له ودانۍ پرته نورې ټولې سيمې ونيولې او امنيتي ځواکونو پر فرعي لارو تګ راتګ کاوه.

ناوه د هلمند تر ټولو امن ولسوالۍ وه چې ډيرى خلک به دې ولسوالۍ ته د مېلو لپاره تلل.

له تېرو څو ورځو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه د درېيمې امنيتي حوزې په بولان سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

بولان او ناوه سره نښتې سيمې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

زين الله ستانكزي
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي