کندهار (پژواک، ١٣ تله ٩٥): د کندهار ښار په ميرويس حوزوي روغتون کې د ماشومانو د درملنې اړوند د ١٦٥ بستره لرونکې ودانۍ نن پرانيستل شوه.
د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي د دې ودانۍ په پرانيست غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د ميرويس روغتون اړوند د ماشومانو د وارډ پر ودانۍ يو کال مخکې کار پيل شوى و، چې بشپړه او نن پرانيستل شوه.
هغه زياته کړه، دغه ودانۍ ١٦٥ بستره لري، چې نه يواځې د کندهار، بلکې د دې حوزې د نورو ولايتونو د ماشومانو درملنه په کې په ښه توګه کېداى شي.
دى وايي، د يادې شوې ودانۍ پر جوړولو يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د نړيوال سره صليب له خوا ورکړل شوى دى.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ميرويس روغتون اړوند د ماشومانو پخواني وارډ يواځې ٤٥ بستره لرل، چې بسنه يې نه کوله، خو اوسنۍ ودانۍ ١٦٥ بستره لري.
د ده په وينا، دا چې د ميرويس روغتون نسايي او ولادي وارډ هم د ځاى له کمښت سره مخامخ و، نو مخکينۍ ودانۍ نسايي ولادي وارډ ته ورکړل شوه.
دى وايي، ميرويس روغتون ته د حوزې په کچه ناروغان د درملنې لپاره راوړل کېږي، چې کله کله پر ډاکټرانو هجوم ډېر وي او د ځاى د کمښت ستونزه تر سترګو کېږي.
د کندهار او سوېلي ولايتونو هغه اوسېدونکي چې دغه روغتون ته خپل ناروغ ماشومان د درملنې لپاره راوړي، د نوې ودانۍ پر پرانيستل کېدو خوشحاله دي.
د توره باز په نوم يو تن خپل درې کلن ماشوم له ميوند ولسوالۍ څخه ميرويس روغتون ته راوړى، چې د وينې د کمښت په ناروغۍ اخته دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، مخکې د ماشومانو په وارډ کې بسترونه ډېر کم وو، ان پر يوه بستر به د دوو يا درېيو ماشومانو درملنه کېدله، خو ښه شو اوس بسترونه ډېر او دا ستونزه هواره شوه.
خو نوموړى د ډاکټرانو له چلنده راضي نه ښکارېده او غوښتنه يې کوله، چې هغوى دې د دوى د ناروغانو په درملنه کې ناغېړي نه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










