جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۵): په افغانستان کې د شين کيوکېشن کای کرټو بنسټګر او د دې لوبې د فدراسيون مشر وايي چې د يادو کرټو په اسيايي سياليو کې يې په خپل شخصي لګښت ګډون کړی او درېيم مقام يې خپل کړی دی.
اباسين شينواري له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې تر اوسه يې د افغانستان لپاره ډېرې لوبې کړې دي چې په ټولو کې يې په خپل شخصي لګښت ګډون کړی دی.
شين کيوکېشن کای کرټې د کرټو په برخه کې ازاده لوبه ده چې سيالي کوونکی د خپل رقيب د ډېرو او مسلکي وهلو په بدل کې د سيالۍ کټونکی کېږي.
نوموړي د افغانستان د بدني روزنې پر ملي ادارې نيوکه وکړه چې دې لوبې ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او تل يې ورسره د مور او ميرې چلند کړی دی.
اباسين شينواري زياته کړه: ((د ۱۶مې دورې د شين کيوکېشن کای کرټې اسيايي سيالۍ چې په کوريا هېواد کې ترسره شوې، ۲۲ اسيايي هېوادونه يې برخه وال وو او د هر هېواد ګڼو لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه، بدبختانه بايد ووايم چې له افغانستانه يوازې ما برخه اخيستې وه؛ خو خوشبختانه چې په يو سر مې درېيم مقام وګاټه.))
د يادو کرټو لوبو دغه افغان اتل وايي چې تل يې سياليو ته د تګ لپاره حکومت او په ځانګړې توګه د بدني روزنې ادارې مالي ملاتړ نه دی کړی او په خپل شخصي لګښت تللی؛ خو وايي دا ځل مرستې ته ډېره اړتيا لري.
شينواری وايي، په ۲۰۱۷ کال کې به بيا ورته سيالۍ کېږي او د دغو سياليو لپاره تمرين، د ټېم جوړولو او د تګ لپاره د لګښت برابرولو ته ډېره اړتيا لري.
هغه زياته کړه: ((زما له ملي سوداګرو او حکومته غوښتنه ده چې د تمرين لپاره راسره مرسته وکړي، بهرنيو هېوادونو ته د سفر زمينه راته برابره کړي، د ټېم په جوړولو کې راسره مرسته وکړي او د ۲۰۱۷ کال سياليو کې د ګډون زمينه راته برابره کړي چې دا ټول مالي ملاتړ ته اړتيا لري.))
اباسين شينواري د شين کيوکېشن کای کرټې په روسيه او پاکستان هېوادونو کې زده کړي، سيالۍ يې پر افغانستان سربېره په ګڼو اسيايي هېوادونو کې ترسره کړې چې پر وينا يې ټولو ته په شخصي لګښت تللی دی.
اوسمهال په افغانستان کې د شين کيوکېشن کای کرټې شاوخوا ۱۶ روزنيز کلپونه موجود دي چې شاوخوا ۳۶۰۰ ځوانان د دې سيالۍ پر زده کړه او لوبو مصروف دي، چې له ۱۳۰۰ زيات يې په ختيځ زون کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










