منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر عامې روغتيا وزارت کې په غیر قانوني توګه مقرر شوي کسان منفک کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٥): ولسمشر اشرف غني د عامې روغتیا وزارت څخه د ناڅاپي لیدنې پرمهال د عامې روغتیا وزیر ته د یو شمېر هغو لومړۍ درجه مسوولینو د ګوښه کولو لارښوونه وکړه، چې په دندو کې یې بې غوري او تنبلي کړې ده.

له ارګ څخه د تلې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن له غرمې مخکې د عامې روغتيا وزارت څخه ناڅاپي ليدنه وکړه.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر دغه راز په دې وزارت کې په غیر قانوني توګه ټول مقرر شوي کسان منفک اعلان کړل او ويې ویل، مقررۍ او منفکۍ د قانون په اساس کېږي.

هغه د دغه وزارت له مسوولینو څخه په یوه میاشت کې د ټولو روغتونونو د ارزونې په رڼا کې د روغتونونو د خدمتونو د ښه‌والي لپاره د بنسټيزو اصلاحاتو پلان وغوښت.

د عامې روغتیا وزارت مرستيال ډاکټر احمد جان نعیم وویل، د کابل ښار روغتونونه د ښار اوسني نفوس ته ځواب نه شي ویلی او د ځينو روغتونونو طبي وسایل زاړه شوي او له کاره لوېدلي دي.

نوموړي د کابل ښار ځینو برخو کې د نویو روغتونونو د جوړولو د وړاندیز پرمهال وویل: ((موږ د ارتوپیدي په برخه کې په وزیراکبر خان روغتون کې یوه څانګه او همدارنګه د ماشومانو د درملنې لپاره د هېواد په کچه یواځې اندراګاندي روغتون لرو چې د ټولو لپاره بسنه نه کوي.))

د عامې روغتیا وزارت مرستيال د روغتیایي خدماتو په برخه کې د شته ستونزو او اړتیاوو ترڅنګ د ځینو لاسته راوړنو په توګه د ماشومانو د زړه جراحۍ د مرکز یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.

همدارنګه د دغه وزارت سلاکار بازمحمد شېرزاد وړاندیز وکړ، عامې روغتیا وزارت کې دې د اصلاحاتو یو ملي بورډ جوړ شي او دا تعیينات او اصلاحات دې خپله ولسمشر وڅاري.

ولسمشر څرګنده کړه، د وزارت د تفتیش لارښوونه یې کړې، د سرپرستانو پوستونه به اعلان ته ځي او د ګمارنې پروسه د اصلاحاتو عالي شورا څاري.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به د ادارو خدماتو او اصلاحاتو ته پام ډېر کړي او په ادارو کې موازي تشکیلات به له منځه یوسي.

ولسمشر، ډاکټران باید له هر ډول تبعیض پرته ټولو هېوادوالو ته یو شان خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه: ((د منظورۍ په موخه د یوه مشخص پلان له مخې خپل د اړتیا وړ وسایل پیشنهاد کړئ.))

اشرف غني وویل، کافۍ مسلکي ظرفیتونه موجود دي او په ادارو کې یې د همغږۍ په زیاتوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د روغتونونو رئیسان باید د طب ترڅنګ په مدیریت هم پوه او د هر روغتون د مدیریت واضح پلان تیار کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا