باميان (پژواک، ١٩ تله ٩٥): د غر ختونکو نجونو يوه ډله په څلورو شپو ورځو کې د اته کيلومتره واټن په وهلو سره په باميانو کې د بابا غره د "شاه فولادي" څوکې ته ختلې دي.
شاه فولادي د باميانو مرکز ته څېرمه د بابا غره تر ټولو لوړه څوکه ده چې څه باندې څلور زره متره لوړوالى لري.
د کابل، باميانو، غزني، ميدان وردګو، بدخشان، ننګرهار او پروان ١٧ غر ختونکې نجونې د ملګرتيا، غرختنې ورزش د ودې او د غر ختنې مهارتونو د تمرين په موخه د باميانو د شاه فولادي څوکې ته وختلې.
د غر ختنې دا پروګرام د اسيند " ASCEND" موسسې له لوري ترتيب شوى دى.
مېرمن کيلي فولر "Kelly Fuller" چې د اسيند موسسې په استازولۍ يې خبرې کولې، وويل ډېره خوښه ده چې د پروګرام ګډونوالو نجونې د شاه فولادي لوړې څوکې ته وختلې.
هغې زياته کړه: ((تر ټولو ښه خاطره چې له دغه سفر مو درلوده، د باميانو امنه فضا او د سفر په ترڅ کې له دوى سره د باميانو د خلکو همکاري وه.))
د باميانو والي محمد طاهر زُهير هم ورزش په ځانګړي ډول غره ختنه د روغتيا لپاره ګټوره وبلله او وويل: ((باميانو د اخوت او ورورۍ فضا لري، له مېلمنو په ځانګړي ډول له هغو خويندو چې دې ولايت ته يې او ورزش د ودې له پيغام سره سفر کړى، هر کلى کوي.))
غرختونکې سميې ابراهيمي چې په دې سياليو کې يې ګډون کړى و، وويل: ((زموږ تګ راتګ، څلور ورځې او شپې وخت واخيست، د شاه فولادي څوکې ته له ختلو وروسته بېرته روغې رمټې را ښکته شوو.))
نوموړې وويل چې د غرختنې پر مهال يې له پاکې رڼې هوا، طبيعت او لوړو څوکو خوند اخيست.
هغې زياته کړه: ((غر ختنه ځانګړې خوند لري، کله چې څوکې ته وختو، غجيبه ښکلى احساس راسره مل و او خوشحاله وو.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










