Language

“کرکټ به د هېواد په کچه لومړۍ درجه لوبه شي”

کندهار( پژواک، ٢٠ تله ٩٥): د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي،کرکټ په افغانستان کې حيرانوونکى پرمختګ کړى او دوى  زيار باسي چې دغه لوبه د هېواد په کچه لومړۍ درجه لوبه شي.

دغه څرګندونې د کرکټ بورډ اجرائيه رييس شفيق ستانکزي په کندهار کې په يوې خبري غونډه کې وکړې.  د کرکټ بورډ لومړي مرستيال عزيز الله فضلي او د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي  هم په دې ناسته کې برخه لرله.

د کرکټ بورډ ياد شوي چارواکي کندهار ته د کرکټ د هغه لوبغالي د جوړولو د کار د څارنې لپاره راغلي، چې د هندوستان د يو ميليون ډالرو په مالي لګښت جوړېږي او اوس مهال يې د جوړولو چارې ٧٥ سلنه بشپړې شوې دي.

شفيق ستانکزي وويل، د افغانستان د کرکټ بورډ اداره زيار باسي څو کرکټ د هېواد په کچه د لومړۍ درجې ورزش شي او په دې توګه به دغه لوبه د خلکو د خوښۍ، د هغوى تر منځ د يووالي او په هېواد کې د سولې او ثبات وسيله وي.

هغه زياته کړه، د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې او د هېوادوالو د مينې او دعاګانو له برکته په کرکټ کې د افغانستان پرمختګ نړۍ حيرانه کړې ده.

ده وويل: ((ټولو ته جوته ده چې افغانانو په ډېرو سختو حالاتو کې کرکټ پيل کړ، هغه مهال چې موږ کرکټ پيل کاوه نو په ١٠٤ نمبر و، خو له تېرو شپږو او اتو کلونو راهيسې مو لسم مقام ته ځان رسولى چې دا لوى پرمختګ دى.))

دى وايي، له ډېرو لوړو او ژورو وروسته اوس افغانستان د هغو مخکښو هېوادونو له ډلې يو دى چې غواړي د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب تر لاسه کړي .

ستانکزي وويل چې ډېر ژر به د ١٣ مخکښو هېوادونو تر منځ د شل اووريزو او يو ورځنيو سياليو يو ليګ پيل شي چې افغانستان به يې هم برخه وي.

هغه دا افغان کرکټ بورډ او لوبډلې لپاره يو خوب وګاڼه او ويې ويل يو وخت داسې هم و چې د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو له افغانستان سره لوبو ته زړه نه ښه کاوه.

ده بنګلادېش ته د افغان کرکټ لوبډلې د وروستي سفر په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې تمه دا وه چې د کرکټ ملي لوبډله د بنګلادېش ملي لوبډلې څخه (دوه- يو) سيريز وګټي، خو د ځينو تېروتنو له امله مو يوه لوبه وګټله او دوه مو وبايللې.

خو ده وويل چې بنګله دېش په تېرو دوو کلونو کې په خپل کور کې ماتې نه وه خوړلې، خو بيا هم د افغانستان ملي لوبډلې د يوې لوبې په ګټلو ٤ پاينټه تر لاسه کړل او بنګله دېش ٤ پاينټه وبايلل.

نوموړي يادونه وکړه، د کريکټ د نړيوالې شورا د بشړ غړيتوب تر لاسه کولو لپاره بايد د هېواد په کچه پنځه په نړيوال معيار برابر لوبغالي جوړ کړاى شي، چې اوس مهال په خوست او کندهار ولايتونو کې د لوبغالو د جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي.

login or register a new account.

Related Topics