جلال اباد (پژواک، ۲۵ تله ۹۵): د ننګرهار ولايت نابينايان وايي، د زده کړو په بهير کې له ستونزو سره مخامخ دي او ورته د ځانګړي ښوونځي جوړېدل به يې د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوسي.
دوی چې د تلې په ۲۵مه يې د (سپينې امسا ورځ) په نوم د خپلو حقونو غوښتنې په خاطر د دغې ورځې نمانځغونډه جوړه کړې وه، دا غوښتنه وکړه.
کلتوري محدوديتونه، په کورنيو کې نابينايانو ته د خپل پوره حق نه ورکړه او د زده کړو په برخه کې شته مشکلات، هغه څه دي چې دغه نابينايان يې د خپل پرمختګ او ژوند کولو پر وړاندې خنډونه يادوي.
په ننګرهار کې د نابينايانو د ټولنې مشر فضل غني بشردوست د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نابينايانو لپاره ورسره د وزارت تر کچې د يوه ځانګړي ښوونځي د جوړېدو وعدې ورکړل شوي؛ خو لا يې هم په دې برخه کې عملي ګام نه دی ليدلی.
هغه وويل: ((وزير صیب راسره وعده کړې او ويلي يې دي، چې د ننګرهار پوهنې رياست نه مکتوب راوړه؛ خو د ننګرهار پوهنې رياست مسوولين راسره په دې برخه کې همکاري نه کوي.))
دی وايي، که نابينايانو ته د زده کړې زمينه برابره شي؛ نو د خلکو هغه اندېښنې به لرې شي، چې نابينايان د اوږو بار ګڼي؛ ځکه په خبره يې نابينايان به بيا خپله ځان په خپله ساتي.
غونډې ته راغلي نابينا احسان الله صميم پژواک ته وويل، چې د زده کړو په برخه کې شته مشکلاتو ورته نورې ستونزې هم جوړې کړې دي.
هغه پر حکومت نيوکه وکړه، چې يواځې په مرکز کابل کې يې نابينايانو ته ښوونځی جوړ کړی؛ خو نورو ولايتونو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.
دغه راز قاري عبادلحليم ديوه ګلي چې په دغه غونډه کې يې د سويډن کمېټې په مرسته سپينه امسا ترلاسه کړې وه، پژواک سره يې د خبرو پرمهال ياده امسا د نابينايانو لپاره د سترګو په اندازه مهمه وګڼله.
ده وويل، ياده امسا ۴۰ درسونه لري او که نابينا دغه ټول درسونه زده کړي؛ نو په ډېرې اسانۍ سره کولی شي، چې په لاره کې له ستونزو پرته تګ راتګ وکړي.
۱۶ کلن حميد الله چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو او د سترګو د ډېر لږ درد له امله يې د سترګو ديد له لاسه ورکړی و، پژواک سره د خبرو پرمهال له خلکو شکايت درلود، چې په لارو کې د تګ راتګ پرمهال يې په عذابوي.
هغه چې پخوا يې تر يوه حده په سويډن کمېټه کې د برېل خط چې د نابينايانو ځانګړی خط دی، زده کړی؛ خو وايي د اقتصادي مشکلاتو له امله ترې اوس زده کړې نيمګړې پاتې دي.
ده وويل: ((حکومت بايد موږ ته يو ځانګړی مکتب جوړ کړي، چې موږ ورته په موټر کې تګ راتګ وکړو او زده کړې وکړو.))
خو د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، تر اوسه ورته په دې اړه چا وړانديز نه دی کړی، چې د نابينايانو لپاره د ځانګړي ښوونځي غوښتنه يې کړې وي.
د دغه رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک ته وويل چې يوې خيريه ټولنې ورته د کڼو لپاره ځانګړی ښوونځی تسليم کړی، چې اوس د دوی تر نظارت لاندې په کې کاڼه او ګونګيان زده کړې کوي.
بلخوا په ننګرهار کې د افغانانو لپاره د سوېډن کمېټې مسوولين وايي، هڅې یې پيل کړي چې نابينايان او ټول معلولين له روغو خلکو سره يو شان زده کړې وکړي.
هغه وويل، که معلولينو او نابينايانو ته ځانګړي ځايونه جوړيږي؛ نو دوی به لا د محروميت احساس وکړي.
په ننګرهار کې د معلولينو ټولنه وايي، د ختيځ په درېيو ولايتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې ورسره ۱۳۳۱ نابينايان ثبت شوي، چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










