منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بشري حقونو کمېسيون د ننګرهار روغتيايي سکتور څېړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۶ تله ۹۵): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په ننګرهار کې يې د روغتيا د سکتور د ارزونې په موخه تحقيق پيل کړی چې په لومړي پړاو کې ورته د تحقيق پر میکانيزم کار کوي.

دوی چې د تلې په ٢٦مه په ننګرهار کې د روغتيا حق ته د خلکو د لاسرسي ملي تحقيق په استماعيه غونډه کې د ننګرهار له مدني فعالانو، د روغتيايي چارو کارپوهانو او ولايتي چارواکو په يوه غونډه کې راټول شوي وو، په دې اړه يې د ميکانيزم د رامنځته کېدو په اړه نظريات راټول کړل.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون عالي کمېشنر عبدالرحمن هوتک د دې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، په دغه تحقيق کې به په ډاګه کړي چې د روغتيا په سکټور کې عادلانه وېش شته کنه، د درملو کيفيت ته څومره پاملرنه شوې، ولې خلک د روغتيا پر سکټور بې اعتماده دي او ځينې نورې ستونزې ولې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه: ((دا سروې په ۱۸ ولايتونو کې ترسره کېږي، اتو ولايتونو کې ترسره شوې او نن د جلال اباد نمبر دی، په راتلونکو کې به په نورو ولايتونو کې هم سروې ترسره کېږي.))

د بشري حقونو کمېسيون دغه کمېشنر وايي چې په اتو ولايتونو کې د دې سروې تر بشپړېدو وروسته به له حکومت سره د دې پايلې شريکېږي او د روغتيا په سکټور کې شته ستونزو ته حل لارې لټول کېږي.

بلخوا په ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې لا هم په ننګرهار کې روغتيايي سکتور له ننګونو سره مخ دی.

نومړې وويل چې تېر کال د جګړو له امله ۱۵ روغتيايي مراکز د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې تړل شوي وو چې ځيني يې بېرته پرانيستل شوي او په ځينو ځايونو کې سيار کمپونه جوړ شوي دي.

صبرينا حميدي وايي: ((په ننګرهار کې لوی مشکلات په يو شمېر سيمو کې د روغتيايي مراکزو نشتوالی، د اناث ډاکټرانو کمښت او طبي وسايلو او دوايانو کمښت دی چې نن په دې غونډه کې د بېلابېلو ګډونوالو له خوا همدا ستونزې شريکې شوې.))

د مېرمن حميدي د معلوماتو پر اساس، د پيل شوي تحقيق په لومړي پړاو کې د مدني فعالانو نظريات راټول شول او په راتلونکي کې به د يو ميکانيزم پر بنسټ د يوې پراخې سروې په ترسره کولو ټول مشکلات راټول کړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد هم په ننګرهار کې د روغتيا د سکتور په اړه اندېښنه وښوده او وزارت يې له ننګرهار سره پر ناسم چلند تورن کړ.

هغه پژواک ته وويل چې د ننګرهار نفوس د اټکل له مخې ٣،٦ ميليونه وګړي دي؛ خو اوس دغه ولايت ته يوازې د ١،٤ ميليونه خلکو حق ورکول کېږي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال چې يادې غونډې ته يې خبرې کولې ومنله چې په دغه ولايت کې روغتيايي سکتور ډېرې ستونزې لري.

دی وايي، ننګرهار ته د نفوسو په تناسب حق نه ورکول کېږي چې له امله يې د روغتيا سکتور له ستونزو ډک کړی دی.

ګرديوال وايي: ((د ننګرهار روغتيايي سکتور نه يوازې دا چې د دغه ولايت وګړي ورته راځي، بلکې د ختيځ پر نورو درېيو ولايتونو کونړ، لغمان او نورستان سربېره د کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو خلک هم دلته راځي.))

د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې ۱۲۰ روغتيايي مراکز دي چې يوازې يو مرکزي، څلور نور روغتونونه او پاتې ټول يې کلينيکونه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا