منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د څلورو ولسواليو ماشومان د ګوزڼ له واکسینه بې برخې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۶ تله ۹۵): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې د پوليو پر وړاندې خنډونه شته چې له امله به يې زرګونه کوچنيان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې شي.

روغتيايي چارواکو دا څرګندونې د تلې په ۲۶مه په ننګرهار کې د پوليو پنځه ورځني کمپاين د پرانيستې پر مهال وکړې.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر علي ګل انتظار پژواک اژانس ته وويل چې د پيل شوي کمپاين پر مهال به د شاوخوا څلور زره رضاکارانو پر مټ د دغه ولايت ۶ سوه ۹۴ زره ۱۸۵ تنه له پنځو کلونو کم عمره کوچنيان واکسين شي.

هغه زياته کړه چې په دغه کمپاين کې د پوليو د درې څاڅکي واکسين تر څنګ د ماشومانو د ښه صحت په خاطر د چينجيو ګولۍ هم ورکول کېږي.

نوموړي له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو د کوچنيانو په اړه وويل: ((د هغوی لپاره مو په تورخم کې هم يو دوامدار کمپ جوړ کړی او هم به په دې کمپاين کې د کډوالو مېشت ځايونو ته ورځو او د هغوی کوچنيانو ته به واکسين کوو.))

ډاکټر علي ګل انتظار له کورنيو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې سيمو ته يې د واکسيناتورانو په ورتګ له هغوی سره مرسته وکړي، څو کمپاين په ښه توګه مخې ته ولاړ شي.

دی وايي چې تېر کمپاين په دغه ولايت کې له ۲۵زرو زيات کوچنيان له واکسينه بې برخې وو او په دغه کمپاين کې هم  داعش وسله والو له وېرې څلور ولسوالۍ اچين، هسکه مېنه، نازيان او پچيراګام کې ورته اندېښنې موجودې دي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه چې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې به يو شمېر ماشومان يو ځل بيا د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې شي.

بلخوا د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره روا او حلال دی او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسين کړي.

د هغه په وينا، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې امر کړی چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي چې خپل اولادونه واکسين کړي.

د يادولو ده، په ټول افغانستان کې د پوليو ۸ مثبتې واقعې ثبت دي چې يوازې ۴ څلور يې  د ننګرهار په ګاونډ کونړ ولايت کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا