منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا په ارګون کې روږدو ته روغتون جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د تلې په ٢٦مه د ياد روغتون د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه روغتون ٢٠ بستريز دى او د يو کال په موده کې جوړ شوی دى.

د وحدت د معلوماتو له مخې، پر دغه روغتون په ټوليزه توګه ١٦ ميليونه افغانۍ لګول شوې چې لګښت يې په کابل کې د امريکا سفارت له لوري ورکړل شوى دى.

والي وويل چې په دې وروستيو کې په اورګون ولسوالۍ کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى نو ځکه يې دغه روغتون ورته جوړ کړی دى.

هغه زياته کړه: ((موږ په خپل ټول توان سره کوښښ کوو چې په دغه ولايت د معتادينو شمېر کم کړو او يا يې بېخي مخه ونيسو.))

په دې غونډه کې د پکتيکا له نشه يې توکو سره د مبارزې رييس اميد کټوازي وويل چې تر دې وړاندې يې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه په يوه کرايي کور کې کوله.

هغه وويل: ((اوس چې  زموږ خپله ودانۍ جوړه شوه نو کولاى شو چې په سمه توګه د معتادينو درملنه په کې وکړو.))

د کټوازي د معلوماتو له مخې، په دغه روغتون کې دمګړۍ ١٤کسان بستر دي چې د هر یوه د درملنې موده درې مياشتې ده.

د هغه په وينا، په دغه مرکز کې تر اوسه تر سلو د ډېرو کسانو درملنه شوې ده او دغه لړۍ روانه ده.

په دغه روغتون کې بستر شوي عصمت الله پژواک ته وويل: ((ما په سروبي ولسوالۍ کې دوکان درلود، ښه کاروبار مې جوړ وو خو يو ملګري مې زه په پوډرو اخته کړم، دوکان او هر څه مې له لاسه لاړل، کورنۍ مې هم نور کور کې نه پرېښودم بيا مې ښار کې خيرات غوښته تر څو چې پوليسو ونيولم او دلته يې را وستم.))

د هغه په وينا، يو کال کېږي چې نشه يې توکو ته يې مخه کړې خو هيله من دى چې تر درملنې وروسته به بېرته روغ شي.

عصمت الله د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((يواځېنۍ هيله مې دا ده چې زه بېرته جوړ شم او خپل کور او خپل بچو ته ولاړ شم او څوک مې له کوره نور ونه شړي.))

په ارګون کې د مدنې ټولنې غړي زلمي خروټي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د نارينه وو تر څنګ يو شمېر ښځې هم پر نشه يې توکو روږدې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې د بېکارۍ، غربت او نا امنۍ له امله خلک مخدراتو ته مخه کوي.))

هغه اندېښنه وښوده که په دې ولسوالۍ کې د نشه يې توکو د پلور مخه ونه نيول شي نو پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر به ډېر ژر نور هم زيات شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې سلګونه زره کسان پر نشه يې توکو اخته شوي او په دې ډله کې ډېرى هغه کسان دي چې له ګاونډي هېواد ايران څخه راستانه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا