جلال اباد (پژواک ۲۹ تله ۹۵) : د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې د کانال اړوند په دغه ولايت کې د شته فارمونو پر سر ترې هم حکومت او هم وسله وال طالبان د اجارې پيسې اخلي.
دوی وايي، اوسمهال د فارمونو د کر وخت دی او دوی اړ دي چې د ځمکو د اجارې لپاره لومړی د وسله والو طالبانو تر سيمو ورشي او بيا له حکومت سره قرارداد وکړي.
بلخوا د ننګرهار د کانال رياست هم مني چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د فارمونو اړوند ځينې ځمکې د وسله والو په ولکه دي؛ خو وايي له هغو ځمکو هم پيسې راټولوي.
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد جمال پژواک اژانس ته وويل چې په دې شپو ورځو کې چې دغلته د فصلونو د کر وخت دی، ډلې ډلې خلک د عمبرخانې، کهي او چهار دهي سيمو ته ورځي، تر څو هلته د دولتي ځمکو پر سر د وسله والو طالبانو په بولۍ کې برخه واخلي او ځمکه ايجاره کړي.
هغه زياته کړه چې د سيمې خلک له وسله والو طالبانو د ځمکې تر ايجارې وروسته ولسوالۍ ته ځي او هلته بيا د همدغې ځمکې د ايجارې چارې له دولت څخه هم خلاصوي.
د سيمې يو بل اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې خلک تر هغه وخته، چې له طالبانو سره د ځمکې د ايجارې معامله پاکه نه کړي، تر هغه دولت ته مراجعه نه کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د فارمونو ډېره برخه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او يواځې د ولسوالۍ د ودانۍ شاوخوا سيمې په يواځې دولتي ايجاره ورکول کېږي.
د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر حاجي ښايسته ګل هم پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې د سيمې خلک اوس د دولتي فارمونو د ايجارې په خاطر دوه ځايه هم طالبانو او هم حکومت ته ورځي.
دی وايي: ((اوس د فصل د کر وخت دی او په دې وخت کې خلک د ځمکو د ايجارو په خاطر د طالبانو تر مرکزونو ځي.))
نوموړي زياته کړه، چې خلک د يوې ځمکې لپاره طالبانو سره نومونه راجستر کوي او کله چې د خلکو شمېر پوره شي؛ نو بيا ورته احوال ورکوي او د طالبانو د يو کمېسيون په حضور کې د دولتي ځمکو پر سر بولۍ کيږي.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دُرانی که څه هم په بټي کوټ کې د دولتي ځمکو پر سر له دغو تازه لانجو خبر نه دی؛ خو وايي په ياده ولسوالۍ کې د جګړو دوام د همدغو ځمکو پر سر دی.
د ولايتي شورا مرستيال وايي، تر اوسه ورته د سيمې څوک نه دی عارض شوی؛ خو د قراردادونو موضوع چې هر کال ورته راځي، د ټولو ځمکو وي.
نوموړي ژمنه وکړه چې دا ځل به د قرارادادونو په ورتګ دا موضوع وڅېړي.
د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد هم مني چې د دغې ولسوالۍ اړوند د فارمونو له ځمکو وسله وال طالبان ګټه اخلي.
نوموړی که څه هم د چا نوم نه اخلي؛ خو وايي دولتي چارواکي له طالبانو سره په دغه چاره کې لاس لري؛ ځکه خو له دولتي ځمکو باج ټولوي.
دی وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې جګړه د همدغو فارمونو په پيسو تمويلېږي.
ولسوال زياته کړه : ((که زما پوليس وژل کيږي، که محلي وژل کيږي، که عام خلک وژل کيږي، د دغو جګړو لپاره طالبان د همدې فارمونو له پيسو وسلې اخلي او زموږ پر وړاندې جګړه کوي.))
غالب مجاهد ادعا کوي، چې په دې کار کې ځېنې دولتي چارواکي هم لاس لري .
نوموړي له مرکز څخه غوښتنه وکړه، چې له دولتي ځمکو څخه دوسله والو مخالفينو د ګټې اخيستنې د موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوى راوليږي.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير غلام حضرت عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې دوی په بټي کوټ کې د ټولو شاوخوا ۱۰ زره جريبه ځمکو څخه هر کال پيسې ټولوي.
د کانال رييس مني چې له ځمکو وسله وال طالبان هم پيسې اخلي؛ خو وايي دوی داسې کوم ځواک نه لري چې هغه ځمکې د وسله والو له منګولو راخلاصې کړي؛ خو وايي پيسې د ټولو ځمکو راټولوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى هم مني چې په ځينو سيمو کې دا ډول مشکلات شته؛ خو دوی يې د حل لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه په سيمه کې د طالبانو حضور مني؛ خو وايي، دوی يې پر وړاندې وخت ناخته عمليات کوي، چې تازه هم د تېرې چهارشنبې په شپه په يو هوايي بريد کې ۸ وسله وال ووژل شول چې يو يې هم د همدغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال و.
د يادولو ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د همدغو ځمکو پر سر د طالبانو د دو ډلو ترمنځ جګړه وشوه چې له امله يې له دواړو خواوو ۶ کسان ووژل شول او ۸ نور يې ټپيان شول.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه نه هم د دغې جګړې او نه هم په ياده ولسوالۍ کې له دولتي ځمکو د ګټې اخيستنې په اړه رسنيو ته څه ويلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










