منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د پوليو د له منځه وړلو هڅې ګړندۍ شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۵) : د ننګرهار د روغتيا رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د پوليو د له منځه وړلو لپاره اقدامات جدي کړي او هڅه يې پيل کړې چې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې  بدلون راولي.

ددې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال دا څرګندونې د تلې په ۲۹مه په جلال اباد ښار کې د امريکا غږ راډيو او تلوېزيون لخوا د يونيسف په همکارۍ د پوليو د له منځه وړلو په اړه د جوړې شوې جرګګۍ پرمهال وکړې.

په ختيځ کې د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي پژواک اژانس ته وويل چې په لرو پرتو سيمو کې خلکو سره لا هم دا شک موجود دی چې پوليو به ورته د ګټو پر ځای زيان ورسوي.

هغه وايي، د همدغې موخې لپاره يې دا جرګګۍ برابره کړې وه چې څنګه کولی شي، خلک قانع کړل شي چې پوليو واکسين د ماشومانو ژوند ژغوري.

دی وايي، په پروګرام کې ورسره د رسنيو استازو، مدني فعالانو، ښځو او يو شمېر دولتي او نا دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي، د بلګېټ بنسټ په ګډون ډېرو نړيوالو موسسو، چې د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي، له افغان حکومت سره ژمنه کړې، که د پوليو ويروس دلته له منځه لاړ شي؛ نو ډېر مرستې به له افغانستان سره وکړي.

د ډاکټر نجيب الله کامه وال د معلوماتو له مخې، د عامې روغتيا وزارت هوډ کړی چې تر ۲۰۱۷ کال پورې دا مرض له افغانستان څخه ورک کړي؛ خو وايي لا هم په لرو پرتو سيمو کې ستونزې موجودې دي.

هغه وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره يې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې بدلونونه راوستلي او د هماغو سيمو خلکو ته يې دندې ورکړي چې په خپلو سيمو کې کمپاينونه وکړي.

د غونډې يو بل ګډونوال او د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري وويل چې ښوونځي د پوليو واکسين په اړه د کمپاين لپاره ښه مساعد ځايونه دي، چې دوی دغه چاره په ټولو ښوونځيو کې مخته وړي.

خو په ختيځ کې د الجزيرې تلوېزيون خبريال احمدسلطان چې په دغه جرګګۍ کې يې برخه اخېسته وه، د پوليو واکسين  په اړه د خلکو د اندېښنو خبره راپورته کړه.

هغه وويل، ډېرو خلکو سره دا پوښتنه ده چې ولې نړيوال يواځې د پوليو له منځه وړلو ته ډېره پاملرنه کوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر علي ګل انتظار وويل چې له دغه کاره د نړۍ موخه دا ده چې د پوليو د يوې پېښې شتوالی د ټولې نړۍ کوچنيانو ته خطر دی.

د نوموړي په وينا، نړۍ ځکه په افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې په دې برخه کې پيسې مصرفوي، چې د خپلو اولادونو د ژوند وېره ورسره ده.

خو ديني عالم مولوي عبدالناصر حليمي، چې غونډې ته يې خبرې کولې، ټينګار وکړ، د دې لپاره چې د خلکو دا ډول شکونه ورک شي، بايد د پوليو مرکبات خلکو ته وښودل شي.

هغه د عالمانو د رول په اړه د يو ګډونوال د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((عالمان ډېر مخالفت لري او دا ځکه چې هغوی ته معلومه نه ده چې د واکسين  په مرکباتو کې څه شى شامل دي، نو د دې لپاره چې عالمان له منفي تبليغاتو څخه مثبتو ته واوړي، ورته دې په دې برخه کې ورکشاپونه ورکړل شي او بل دې د نړۍ د مشهورو عالمانو فتواوې ورته وښودل شي.))

د يادولو ده چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د پوليو ۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې څلور يې په کونړ کې دي؛ خو د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د تېر په څېر اوس په ټول هېواد کې د واکسين  کمپاين روان دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا