منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز جګړه ځپلو سره د مرستې لپاره د کرکټ خیریه لوبه وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۵): د کندوز زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت ترسره شوې شل اووریزه خیریه لوبه د چیرمین الیون لوبډلې وګټله.

دا لوبه نن  د تلې په ۲۱مه، په الکوزي ـ کابل نړیوال لوبغالي کې د محمد نبي په مشرۍ د  ACB XI او اصغر ستانکزي په مشرۍ د  CHAIRMAN XI  ترمنځ ترسره شوه.

ددې لوبې پچه اصغر وګټله او لومړی یې د محمد نبي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه. د نبي لوبډلې به ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۱ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې جاوید احمدي ۳۸ او نورزمنګل ۲۹ منډې وکړې. د اصغر له لوري نوین الحق درې ویکټې، امیرحمزه هوتک او راشد خان دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.

د CHAIRMAN XI لوبډلې وکولی شوای، ورکړل شوی هدف په ۱۸ اوور کې ترلاسه او لوبه وګټي، ددوی له لوري شهزاد محمدي ۶۴ او اصغر ستانیکزي ۵۸ منډې جوړې کړې.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي اعلان شو.

د لوبې په پای کې د سولې او ژوند جام د کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش او نورو میلمنو لخوا  د CHAIRMAN XI لوبډلې مشر اصغر ستانیکزي ته ورکړل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش په خپلو خبرو کې له ټولو هغو هېوادوالو څخه مننه وکړه چې ددغې خیریه سیالۍ له لارې یې د کندوز له زیانمنو شویو وګړو سره مرسته وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی به د دې لوبې له لارې راټولې شوې مرستې د منظم پلان له مخې د کندوز پر زیانمنو شویو کورنیو باندې ویشي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي وویل،  دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې زموږ هېواد وال  دیو بل مرستې ته رادانګي او په پوره اخلاص ورسره مرسته کوي. د لوبې په ترڅ کې یو ملي سوداګر د ۵۰۰ بوشکې غوړیو، بل ملي سوداګر ۳۰۰ بوجیو اوړه، د ۱۴ زره ډالرو په ارزښت درمل او سلګونه زره افغانۍ نغدې پيسې راټول شوې.

د افغانستان بورډ مسوولین وایي، چې دا مرستې به په شفاف ډول د کندوز پر اړو خلکو ویشل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې