منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“کابل کې به ډېر ژر د سرطان ناروغۍ د تشخيص او درملنې دويم مرکز جوړ شي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک ٢ لړم ٩٥): د حکومت چارواکو د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د درېم کمپاين په پيل کې له سرطان ناروغۍ څخه د خلکو د پوهاوي کچې پر زياتېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، چې کابل ښار کې به ډېر ژر د يادې ناروغې د درملنې او تشخيض دويم مرکز جوړ شي.

ياد کمپاين نن په هغه غونډه کې، چې د عامې روغتيا، له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ، د خلکو استازو او شاوخوا دوه زره کسانو په کې ګډون درلود؛ له کابل څخه پيل شو چې په ترڅ کې به يې د يادې ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوي د لوړولو په موخه هلې ځلې وشي.

په هېواد کې د يادې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه دوه کاله وړاندې پيل شوې او په دغه موده کې تر اوسه د يادې ناروغۍ پر وړاندې دوه کمپاينونه ترسره شوي دي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې درېم کمپاين د مراسمو په پيل کې چې "افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ" له لوري چې "راځئ چې د سرطان پر وړاندې مبارزه وکړو" تر نوم لاندې په کابل کې ترسره شول، وويل چې د سينې سرطان د نښو په اړه د کافي معلوماتو نه شتون په خپل وخت د يادې ناروغۍ د درملنې او تشخيص په برخه کې له عمده لاملونو ګڼل کېږي.

نوموړي زياته کړه، سرطان چې يوه نه لېږدېدونکې او غيرساري ناروغۍ ده، په نړۍ کې هر کال د ٣٨ ميليون کسانو ژوند اخلي او د نړۍ روغتيايي سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې هر کال په اټکليز ډول ٢٠زره کسان په يادې ناروغۍ اخته کېږي، چې له دې جملې يې ٣٥٠٠ کسان د سينې سرطان لري.

د هغه په وينا، په هېواد کې هر کال ١٧٠٠ ښځې پر يادې ناروغۍ د اخته کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

فيروز څرګنده کړه، چې چاغي، د فزيکي فعاليت نه شتون، د الکولي مشروباتو څښاک، زيانمنې وړانګې، په زيات عمر کې اومېندواري او د حمل نه اخيستل پر سرطان ناروغۍ د اخته کېدو له لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د عامې روغتيا وزير وويل، د سرطان ناروغۍ له وخت وړاندې تشخيص حياتي ارزښت لري او مېرمنې بايد له ٤٠ کلنۍ وروسته د يادې ناروغۍ کلنۍ دوره يي معاينې او مياشتنۍ معاينې ترسره کړي.

نوموړي وويل، که کله هم ياده ناروغۍ په لومړيو کې تشخيص شي، نو په بشپړه توګه د درملنې وړ ده.

فيروز وويل: "د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، څو خلکو ته له بېلابېلو لارو کافي معلومات وړاندې کړي چې له دې لارې وکولى شو چې د ناروغۍ د زياتېدو مخه ونيسو او له يادې ناروغۍ څخه د رامنځته شوې مړينې کچه راټيټه کړو."

نوموړي زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت په افغانستان کې د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ په همکارۍ د جمهوريت په روغتون کې د سرطان د تشخيص مرکز رامنځته کړ او همدارنګه به ډېر ژر د يادې ناروغۍ د تشخيص يو مرکز په استقلال روغتون کې هم رامنځته شي.

د ولسي جرګې غړې او سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بنسټ اېښودونکې شينکۍ کړوخېل وويل: "موږ په دې باور يو چې زموږ دا حرکت او هڅې به پايلې ولري."

د هغې په وينا، په عامې روغتيا وزارت کې د نوي مشرتابه په راتګ سره دا هيلې زياتې شوې او اوسمهال په کابل کې د يادې ناروغۍ د درملنې او تشخيص يو مرکز شته.

نوموړې په يادو مراسمو کې د دې لارښوونه وکړه چې ښځې څرنګه د خپل ځان معاينه کولى شي او په خپلو تيونو کې د هر ډول بدلون د ليدو پر مهال بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي.

هغې وويل: "نن د سينې سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې درېم پروګرام دى، ځکه زه په خپله هم د سينې د سرطان ناروغه وم او کله به مې چې څو ځلې ډاکټر ته مراجعه کوله، ډاکټر به راته ويل چې جوړه يې، البته دا د دې لپاره وه چې موږ هېڅکله هم د سرطانونو په ځانګړي ډول د سينې سرطان په اړه خبرې نه دي کړې."

نوموړې زياته کړه، کله چې يې څه موده وړاندې امريکې ته سفر کړى و، نو د وينې په ضايع کېدو اخته شوه، نو ډاکټر ته د مراجعې پر مهال ورته وويل شول، چې سرطان يې دى، خو دا خبر ورته ډېره عادي او د رېزش ناروغۍ په څېر وه، چې افغان ښځې د سرطان پر وړاندې مبارزه يو عادي کار بولي.

د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دريا په دغو مراسمو کې وويل، چې د خپل شخصي ژوند تريخ حکايت نوموړى دې ته وهڅاوه، څو په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې له کمپاين سره يو ځاى شي.

نوموړي زياته کړه: "څو کاله وړاندې د ژوند شريکه مې، مېرمن مې، سلطانه د سرطان پر يوې ناروغۍ اخته شوه، چې څو کاله به له يادې ناروغۍ کړېده او پر وړاندې به يې مبارزه کوله او زما له خبرېدو وروسته يې درملنه پيل شوه او دا ناروغي د هغې لپاره يوه شکنجه وه، خو د سلطان همت او هوډ دومره غښتلي و، چې د خپلې درملنې پر مهال يې څلورمه ماسټري هم په لوړه درجه ترسره کړه."

نوموړي وويل، چې اوس يې مېرمن له بشپړې روغتيا برخمنه ده.

نوموړي وويل، چې د افغانستان ستونزه يواځې د ډاکټرانو، روغتيايي مرکزونو او امکاناتو په نه شتون کې ده، بلکې ستونزه د کورنيو له داخل، د فرهنګ، رواجونو او ټولنيزو راکړو ورکړو له امله پيلېږي، ځکه ښځې په ډېرو کورنيو کې له رواني ملاتړ برخمنې نه دي.

هغه وويل: "په داسې حال کې چې له سرطان ناروغۍ سره جګړه کول، رواني جګړه ده چې ښځې په کې د نارينه وو ملاتړ ته اړتيا لري، خو له بده مرغه افغان مېرمن په ياده رواني ناروغۍ کې تقريباً يواځې ده."

د ولسمشر د مېرمنې بي بي ګل غني په پيغام کې چې د هغې د دفتر د سلاکارې فوزيې علم له لوري ولوستل شو؛ راغلي چې روغتيايي خدمتونو ته اړتيا د هر انسان حق دى او په دې وروستيو کې د روغتيا په برخه کې اغېزناک کارونه شوي، خو افغانستان بيا هم په نيمه لار کې شتون لري.

نوموړې د دې خبرې په څرګندولو سره چې بايد د ډاکټرانو د علمي کچې لوړولو په موخه ډېرې هلې ځلې وشي، څو هېوادوال له باکيفيته روغتيايي خدمتونو برخمن شي؛ زياته کړه چې له عامې روغتيا وزارت يې غوښتي، څو په ټول افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخيص مرکزونه جوړ کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا