جلال اباد (پژواک، ۵ لړم ۹۵) : په ننګرهار کې د نورستان ولايت د روغتيايي سکتور د ودې په موخه ۳۴ روزل شوې ښځينه نرسانې تر دوو کلونو زده کړو وروسته فارغې شوې او د يوې غونډې پر مهال يې د کار کولو لوړه وکړه.
د دغو نرسانو په فراغت غونډه کې له دولتي چارواکو سربیره، د فارغو شويو نرسانو د کورنیو غړو او ګڼ شمېر نورستان میشتو ښځینه فعالانو ګډون کړی وو.
د ننګرهار د عامي روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال په دې مراسمو کې وويل چې دغه نرسانې به له دې وروسته د نورستان په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته لومړني روغتیایې خدمات وړاندې کوي.
بل لورته بیا د نورستان ولایت د عامي روغتیا ریاست چارواکي که څه هم د دغو نرسانو په روزل کیدو خوښ دي، خو وایي چې لا هم دوی په دغه ولایت کې روغتیایې ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د نورستان د عامې روغتیا رییس ډاکټر اسماعیل ستانکزي وویل چې دوی په ټول ولایت کې له قابله ګانو پرته هیڅ متخصصه ډاکټره نه لري.
د فارغو شويو نجونو له ډلې مريم نورستانۍ خپلو خلکو ته د خدمت ژمنه وکړه او په نورستان کې يې له شته روغتيايي ستونزو سروټکاوه.
هغه وايي، چې څه موده مخکې په دغه ولات کې يوې کليوالې خپل زوى ته تاريخ تيري درمل ورکړي و؛ نو ځکه يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغه وايي: ((که دغه ښځه باسواده وی، يا موږ ډاکټر لرلی؛ نو هيڅکله به هم دغ ګلالی ماشوم نه مړ کېده.))
د فارغو شويو نجونو له ډلې ګلالۍ وويل چې په پوره ايماندارۍ او صداقت سره به خپله دنده پر مخ وړي او د خپلو هيوادوالو خدمت به کوي.
د نورستان ولایت لپاره په لومړي ځل په دومره شمېر ښځینه نرسانې په داسې حال کې روزل کیږي، چې د شنونکو په باور په ډیرو لرو پرتو سیمو کې د ناسمو روعتیايې اسانتیاوو له امله ځينې ناروغان روغتون ته پر لاره ساه ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










