کندهار (پژواک، ٧ لړم ٩٥): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې او دواړو لورو پر يو بل د درنو وسله ډزې کړې دي.
دغه پېښه تېره شپه د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې شوې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله وال بريد لومړى د پاکستاني ځواکونو له خوا پيل شو او شاوخو يو نيم ساعت يې دوام وکړ.
ده زياته کړه، نښته هغه مهال وشوه چې د ډيورنډ کرښې د هغې غاړې له (امرت) سيمې څخه يوه ډله وسله وال مخالفين چې پر وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال وو، د کرښې دې غاړې ته د ورانکارو فعاليتونو لپاره را اوښتل.
دى وايي، سرحدي ځواکونو وار له مخه د دې ډلې د راتلو په اړه معلومات درلودل او د کنجوسي درې په سيمه کې يې ورته کمين نيولى و.
د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو او سرحدي ځواکونو تر منځ سخته جګړه شوې او هغوى ته د مرګ ژوبلې له ور اړولو وروسته دغې ډلې غوښتل چې بېرته د ډيورنډ کرښې د هغې غاړې د امرت سيمې ته پر شا شي.
دراني مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقيقه شمېره نه لرله، خو زياته يې کړه چې همدا مهال پاکستاني ځواکونو په دې پلمه چې ګواکې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا مرمۍ د دوى پوستو ته څېرمه لګېدلې، د افغان ځواکونو پر پوستو د درنو وسلو ډزې پيل کړې.
ده يادونه وکړه چې پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو پر درېيو امنيتي پوستو (خېمه ګۍ، شېرو اوبه او کمين) د درنو وسلو ډزې وکړې او د دواړو لورو تر منځ جګړې يو نيم ساعت دوام وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن