کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٥): د افغانستان کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډله د اسيايي جام د چمتووالي او تمريناتو لپاره هندوستان ته روانه شوه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبډله به هندوستان د نوي ډيلي ښار د ګريټر نوواډا په لوبغاړي کې تمرينات ترسره کړي.
هغه زياته کړه چې دا تمرينات د ١٩ کلنو اسيايي جام سياليو لپاره ترسره کېږي، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مرستيال دوست محمد نظري وويل، دا شل تنه لوبغاړي تر شپږ مياشتنيو تمريناتو، لوبو او روزنې وروسته د غوراوي کمېټې له خوا ټاکل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د نولس کلنو لوبډله به له دې تمريناتي بهير وروسته د نولس کلنو اسياکپ په پنځوس اووريز يوه ورځني جام کې ګډون کوي، چې ټاکل شوې د ٢٠١٦ کال په دسمبر مياشت کې ترسره شي.
نظري وايي، د هندوستان په ممبۍ کې ترسره کېدونکي تمرينات او هلته له مختلفو کلبونو سره تمريني لوبې به د لوبغاړو پر وړتياو او مهارتونو ښه اغېز وکړي.
د نولس کلنو کرکټ ملي ټيم روزونکي او د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي وويل، ددې لوبغاړو د انتخاب پروسه له بشپړ شفافيت او روڼتيا څخه برخمنه وه .
د يو بل خبر له مخې، د ملي لوبډلې لوبغاړى شهزاد محمدي د بنګله دېش په غوره ليګ شل اووريز سياليو کې د ګډون په موخه نن دغه هېواد ته روان شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










