منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شربت ګله له زندانه روغتون ته لېـږدول شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): مشهوره افغان کډواله مېرمنه شربت ګله چې د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوې، له زندان څخه روغتون ته لېږدول شوې ده.

مېرمن شربت ګله چې د شنو ښکلو سترګو په لرلو يې نړيوال شهرت موندلی او د نېشنل جيوګرافيک په نوم امريکايي مجله کې يې عکس هم خپور شوى و، څو ورځې مخکې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د جعلي پېژندپانې يا تذکرې جوړولو په تور نيول شوې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ‌ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د لړم په ١٢مه په ټولنيزه شبکه کې ليکلي چې د خيبر پښتونخوا ايالت مسوولينو ورسره ومنله چې د شربت ګلې روغتيايي حالت ته په پام سره هغه روغتون ته ولېږدوي.

هغه زياته کړې چې مېرمن شربت ګله د زېړي پر ناروغۍ اخته ده او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

زاخېلوال ويلي چې شربت ګله د روغتون په يوه ځانګړې خونه کې اوسي چې هم به يې درملنه وشي او هم به يې کورنۍ ورته ازاد تګ راتګ کولی شي.

د هغه په وينا، مېرمن شربت ګله اوس په زندان کې نه، بلکې د روغتون په يوه ‌‌‌‌‌ډېره ښه خونه کې ده چې د کورنۍ غړي هم ورسره يو ځاى دي.

د افغانستان سفير زياته کړې: ((موږ خپلې ټولې هڅې په کار اچولې چې د محکمې ستونزه يې هم ژر تر ژر حل شي او په دې برخه کې يې نن د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف څخه هم رسمي غوښتنه کړې چې په دې قضيه کې همکاري وکړي.

تر دې مخکې نن د خيبر پښتونخوا د پېښور ښار يوې محکمې د افغان کډوالې مېرمن شربت ګلې د ضمانت غوښتنه رد کړې ده.

‌ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې دوى د شربت ګلې د قضيې لپاره پياوړي مدافع وکيلان نيولي وو، خو سره له دې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د هغې د خوشې کولو ژمنه کړې وه، له بده مرغه د پېښور محکمې نن په ضمانت د مېرمن شربت ګلې له خوشې کولو انکار وکړ.

د مېرمن شربت ګلې دوسيه دوه ورځې مخکې د پېښور محکمې ته وړاندې شوې وه، خو محکمې په لومړۍ ورځ تر څو لومړنيو خبرو وروسته دا قضيه نن ورځ ته ځنډولې وه.

د افغانستان سفير ويلي چې د محکمې يادې پرېکړې سره دوى ډېر ناهيلي شوي دي؛ ځکه چې نه يواځې د کورنيو چارو وزير بلکې، نورو لوړو پاکستاني چارواکو هم د مېرمن شربت ګلې د خوشې کولو ډاډ ورکړى و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا