جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۹۵): په ننګرهار کې د ختيځ زون لسګونو ديني علماوو ويلي، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين حلال دى او په اړه يې د حراموالي فتوا ورکول ديني نه، بلکې سياسي اړخ لري.
دغو ديني عالمانو چې په ډله کې يې د هېواد ځينو مشهورو ديني عالمانو هم برخه درلوده، د لړم په ۱۳مه په جلال اباد ښار کې د پوليو يا ګوزن واکسين د حلال والي په اړه د يوه کنفرانس په ترڅ کې خپل نظريات وړاندې کړل.
دوی د عامې روغتيا وزارت او د پوليو په برخه کې له مرسته کوونکو ادارو سره په ګډه پر هغو طرحو هم کار وکړ چې د پوليو په اړه د ناوړه تبليغاتو مخنيوی کولی شي.
د کنفرانس يوه تنظيموونکي او د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب رييس ډاکټر نجيب الله ساپي د کنفرانس په څنډه کې خبريالانو ته وويل، له دغه کنفرانسه يې موخه د پوليو په اړه د ناوړه تبليغاتو د مخنيوي لارو چارو لټول او هم په دې برخه کې د علماوو د ونډې په اړه بحث کول دي.
د ده په وينا، د کنفرانس پر مهال به ديني عالمان دې ته وهڅول شي چې په خپلو سيمو کې د پوليو واکسين د تطبيق لپاره کمپاين وکړي.
ديني عالم مولوي سميع الله ريحان د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، اسلام د هرې ناروغۍ لپاره درملو ته جواز ورکړی او ان که يو څوک ناروغ وي، نو د باتجربه ډاکټر په امر يې ورته د روژې خوړلو جواز هم ورکړی دی.
هغه زياته کړه، د نړۍ مشهورو ديني علماوو او مسلمانو ډاکټرانو ثابته کړې چې پوليو واکسين حلال دى او هغه څوک چې په دې اړه د حراموالي فتواوې ورکوي، ديني اړخ نه لري، بلکې سياسي اړخ لري.
نوموړي د پوليو واکسين د تطبيق په برخه کې په کورنيو غږ وکړ او ويې ويل: ((د يوه ديني عالم په حيث مې په ټولو کورنيو دا غږ دی چې خپل ماشومان بايد د پوليو واکسين څخه بې برخې نه کړي.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال هم تاييد کړه چې پخوا په دغه ولايت کې ډېر کوچنيان له واکسينه پاتې کېدل؛ خو اوس د علماوو د کمپاينونو په نتيجه کې دغه شمېره ورځ تر بلې کمېږي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني هم ډاډ ورکړ چې په ننګرهار کې ټول ديني عالمان د پوليو په اړه کمپاين ته ژمن دي او هېڅوک مخنيوى نه کوي.
هغه وايي، يواځې دوو عالمانو په دې برخه کې مخالت درلود چې له هغوی هم احضاري اخيستل شوې او ورته اخطار ورکړل شوی چې که بيا داسې کار وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
دی د پوليو واکسين په اړه د ناوړه تبليغ کوونکو په اړه وايي: ((هر څوک چې په دې اړه غلط تبليغ کوي، هغوی ته سمه پوهه نه ده ورکړل شوې، چې سم پوهېدلي، بيا يې مخالفت نه دی کړی.))
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال له ديني عالمانو مننه وکړه چې خپل ستر مسووليت ته متوجه شوي او د ننګرهاري ولسونو د اولادونو د ژوند او روغتيا په خاطر راټول شوي دي.
د يادولو ده چې د ننګرهار په ګډون د هېواد په ځينو برخو کې لا هم خلک د پوليو واکسين د حلالوالي په اړه شک لري او د عامې روغتيا وزارت هڅې پيل کړي، چې له ديني عالمانو په دې برخه کې ګټه واخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










