کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٥): د افغانستان د کرکـټ ملي لوبغاړى د بنګله دېش کرکټ ليګ سياليو کې ښه وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د بنګله دېش کرکټ ليګ شل اووريزې سيالۍ (بي پي اېل) چې په کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو برخه اخيستې ده، لړم په ٢٠مه، پيل شوې دي.
په دې سياليو کې له افغانستان څخه هم درې لوبغاړي شهزاد محمدي، محمد نبي او راشد ارمان اخيستل شوي، چې ددغه لېګ په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېږي.
د يادو سياليو په لړ کې پرون مازيګر ناوخته د محمد نبي د لوبډلې چيټګانګ او د شهزاد محمدي د لوبډلې رانګپور ترمنځ لوبه وشوه.
د چيټګانګ لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٢٤ منډې جوړې کړې، افغان لوبغاړي محمد نبي يواځې پنځه منډې جوړې کړې.
خو د شهزاد لوبډلې رانګپور ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په پنځلسم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره ترلاسه او ستره بريا يې خپله کړه.
افغان لوبغاړي شهزاد محمدي د درېيو شپـږيزو او لسو څلوريزو پر مټ ٨٠ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده چې وړمه ورځ بل افغان لوبغاړي محمد نبي د خپلې لوبې په بريا کې مهم رول ولوباوه، څلور مخالف لوبغاړي يې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










