ژبه

په مزار شريف کې د المان پر کونسلګرۍ ځانمرګى بريد شوى

ذبیح الله احساس

۲۰ لړم ۱۳۹۵ - ۲۳:۵۲

۱۲۱ کتنې

مزار شریف (پژواک ۲۰ لړم) د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د المان پر کونسلګرۍ ځانمرګى بريد شوى، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا بريد نن شپه په شاوخوا١١ بجو د روضې ختيځ لوري ته کابل دروازې سره د المان پر کونسلګرى شوى دى.

په مزار شريف ښار کې د ملکي روغتون مسوولين وايي، تر دې دمه ورته ٣٠ ټپيان او يو جسد روغتون راوړل شوي، ډېرى ټپيان ملکي خلک دي چې د چاودنې شاوخوا کورونو کې ژوبل شوي.

login or register a new account.