منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د زرملوال لوبډلې د سولې په نامه د کرکټ سيالۍ پايلوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٥): په کابل کې د سولې تر نامه لاندې د  کرکټ شل اوريزې سيالۍ د زرملوال کرکټ اکاډمۍ په بريا سره پاى ته ورسېدې.

دا سيالۍ د کابل ښار د دولسمې ناحيې اړوند د احمدشاه بابا مېنې ترڅنګ په زرملوال خصوصي لوبغالي کې ترسره شوې، چې د بېلا بېلو ولايتونو ١٦ لوبډلو په کې برخه اخيستې وه.

د دې سياليو مسوول جيلاني زرملوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې سيالۍ د ځوانانو چارو معينيت له خوا ترسره شوې.

هغه زياته کړه، هره ورځ دوه لوبې ترسره کېدې، چې سلګونه مينه وال به يې نندارې ته راتلل.

د هغه په وينا، د دې سياليو پاىلوبې ته د زرملوال کرکټ اکاډمۍ او ځدراڼو ځوانانو ټولنې لوبډلو لاره موندلې وه، ځدراڼو ځوانانو د پچې په ګټلو سره لومړى د توپ اچونی پرېکړه وکړه.

د زرملوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ، د دوى له لوري رحمت ګل ۴۰ منډې جوړې کړې.

د ځدراڼو ځوانانو لوبډلی ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ۹۰ منډو وسوځېده او دغه راز د زرملوال کرکټ اکاډمۍ دا لوبه د ۹۰ منډو په توپير سره وګټله.

د زرملوال کرکټ اکاډمي لوبغاړى رحمت ګل د توپوهنې ترڅنګ په توپ اچونه کې هم ښه وځلېد او دوه لوبغاړي يې وسوځول. نوموړى د پايلوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د افغانستان د ملي معيوبيو لوبـډلې لوبغاړى عبدالله چې په دې سياليو کې يې ۱۵ لوبغاړي سوځولي وو، د سياليو غوره توپ اچوونکى اعلان شو، د افغان ټيلي کام لوبډلې لوبغاړى عظمت چې په دې سياليو کې يې ۱۹۵ منډې جوړې کړې، غوره توپ وهونکى اعلان شو.

د دې سياليو د پاى په مراسمو کې د ځوانانو چارو مرستيال ډاکټر کمال سادات، د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ، د ملي شورا غړو او د زرملوال لوبغالي د مسوولينو له خوا پر لوبغاړو انعامونه او کپونه ووېشل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې