فيروزکوه (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): په فيروز کوه کې د یوې سيمه ييزې راډيو وياند د خپرونې وړاندې کولو پر مهال د پوليسو د درېيو مامورينو له لوري وهل شوى دى.
جنت مير رفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته درې پوليس سرتېري سډيو ته ور ننوتل او دى يې له کوم دليل پرته وواهه.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه پورې نه پوهېږم چې پوليسو ولې ووهلم.))
د غور ولايت د ژورنالېستانو ټولنې مشر عبدالقدير غفوري د فيروز کوه سيمه ييزې راډيو سټډيو ته د پوليسو د درېيو مامورينو ور ننوتل، د قانون خلاف وبلل او له امنيتي چارواکو غواړي چې ډېر ژر دې ياد کسان ونيسي او قضيه دې تعقيب کړي.
د هغه په خبره، که چېرې دا قضيه تعقيب نه شي، د دغه ولايت ټولې سيمه ييزې رسنۍ به کاري اعتصاب وکړي.
د غور امنيه قوماندان مل پاسوال غلام مصطفى محسني وايي چې د پوليسو ياد درې سرتېري يې نيولي، اوسمهال ترې څېړنې روانې دي او قانوني چلند به ورسره وشي.
په غور کې دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستيو کې د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو له خبريالانو او رسنيو سره د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










