کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): د افغان مېرمنې شربت ګلې درملنه په کابل کې روانه ده او دمګړۍ هندوستان ته د درملنې په موخه د لېږلو پلان نشته.
مېرمن شربت ګله د رنګينو شنو سترګو لرلو له امله په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال هغه وخت مشهوره شوه چې د يوه امريکايي عکاس له خوا يې په نړيوالې مجلې نېشنل جيوګرافيک کې يې عکس چاپ شو.
څه موده مخکې د جعلي اسنادو جوړولو په تور د پاکستاني پوليسو له خوا ونيول شوه او تېره اونۍ هېواد ته راستنه شوه چې د ولسمشر له خوا يې تود هرکلى وشو او يو کور یې هم ورکړ.
مېرمن شربت ګلې ته يوې نږدې سرچينې د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغه د زېړي ناروغي لري، خو دومره جدي نه ده او په کابل کې يې درملنه کېږي.
سرچينې زياته کړې چې د مېرمن شربت ګلې روغتيا مخ په ښه کېدو ده او که په راتلونکي کې اړتيا پيدا شوه، نو بيا به هندوستان ته ولېږل شي.
تر دې مخکې په هندوستان کې د افغانستان سفير ډاکټر شيدا احمد ابدالي په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي وو چې مېرمن شربت ګله به د درملنې لپاره هند ته واستول شي او د هندوستان د حکومت له خوا به يې وړيا درملنه وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










