کابل(پژواک، ۲۸ لړم ۹۵): د هند د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) افغان زده کونکو ته د بورسونو د ورکړې پروګرام لسمه کلیزه ولمانځله.
په دې مراسمو کې د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیره فریده مومند، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال زردشت شمس، په نوي ډیلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د هند بهرنیو چارو کې د دولت وزیر وي کی سينګ، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آمر سینا، د اې سي سي آر رهبرۍ او نو ي ډیلي کې بهرنیو سفیرانو، دیپلماتانو او یو زیات شمیر افغان محصلینو ونډه اخیستي وه.
د لوړوزده کړو سرپرست وزیرې فریده مومند په خپلو خبرو کې وویل : (( د لوړوزده کړو په برخه کې د هندوستان بې شمېره کمکونو سربیره یې د افغانستان د هوایې قواو څخه ملاتړ په اقتصادي برخه کې لکه د سلما بند جوړونه، د افغانستان د پارلمان ودانۍ، په بهرنیوچارو وزارت کې د ستوري د ماڼۍ بیارغونه او په همدې توګه په دې نیژدې کې له افغانستان سره دیو ملیارد امریکایي ډالرو مرسته نه هیریدونکې مرستې دي، چې افغانان یې قدرداني کوي.))
نوموړې زیاته کړه، سږکال به په بورسونو کې د ماسټرۍ په برخه کې نجونوته برخه ورکړي او په راتلونکو کلونو کې به هڅه وکړي، چې دا کچه نوره هم لوړه کړي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوي مالي او اداري مرستیال زردشت شمس په خپلو خبروکې د دواړو هیوادنو په تاریخي او کلتوري مشترکاتو رڼا واچوله او د خلکو ترمنځ د اړیکو د لاپياوړتیا غوښتنه یې وکړه.
شمس زیاته کړه، په کلتوري برخه کې یو لړ فعالیتونه ترسره کیږي ولې ددې اړتیا لیدل کیږي چې د موسیقۍ، تیاتر، موزیمونو، لرغونپوهنې او د تاریخي آبداتو د بیارغونې برخو کې اړیکې لاپياوړې شي او دواړه اړخونه د یو بل له تجربو ګټه واخلي.
د هند بهرنیو چارو کې د دولت وزیر وي کی سينګ او د ای سي سي آر رییس ژمنه وکړه چې افغان محصلینو ته به لازیات سهولتونه رامنځته کړي او پرتې ستونزې به یې هوارې کړي.
د ای سي سي آر رییس وویل، دوی اوسمهال په داسې یو موکزي دیټابیس کار کوي چې له هغې لارې به وکولی شي، چې د افغان محصلینو ټول مالومات د ثبت نام څخه تر فراغت پورې ثبت وي او د افغانستان سفارت او دلوړو زدکړو وزارت ته به هم دې دیټابیس ته لاسرسی ورکړي.
په پاې کې د ای سي سي آر لخوا د افغان محصلینو د سکالرشپ اړوند راپور هم رسما خپور شو.
د یادولو وړ ده چې هندوستان، د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) افغان زده کونکوته د بورسونو د ورکړې لړۍ له ۲۰۰۵ میلادي کال څخه پیل کړې ده چې تر اوسه پورې څه باندې ۸۰۰۰ افغان محصلین د هندوستان د مشهورو پوهنتونو څخه د ماسټرۍ او لسانس په برخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي . همداراز په ټوله کې نږدې ۱۶۰۰۰ افغان محصلین هند کې د افغانستان د حکومت لخوا په بورسونو او په شخصي لګښت په زده کړو بوخت دي.










