کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٥): د افغانستان ملي ١٩ کلنې لوبډلې د هندوستان د ممبۍ ښار يوې لوبډلې ته په يوه ورځنۍ پنځوس اووريزه لوبه کې ماتې ورکړه.
دافغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه پرون د ممبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، د لوبې پچه افغان نولس کلنو وګټله او خپله يې توپوهنه پيل کړه چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې د پنځو لوبغالو په سوځېدو ۲۲۸ منډې جوړې کړې.
د ملي ١٩ کلنې لوبډلې له لوري دروېش ۴۹، شمس ۴۳، پروېز ۳۲، زاهد ۲۶ او طارق ۲۳ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي چې د هندوستان د ممبۍ ښار د پايډي سپورټس payyade sports لوبډلې په ٤٢
اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې جوړې کړې او دغه راز افغان لوبډلې دا لوبه د ٣٣ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان ١٩ کلنو لوبـډلې له لوري شمس ۴، نوين الحق درې، يوسف ځاځي دوه او ظاهر پکتين يو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان ملي ١٩ کلنه لوبـډله په اسيايي جام کې د ګډون لپاره د تمريناتو په موخه په هندوستان کې ده او تر اوسه يې له ځايي لوبډلو سره يو شمېر تمريناتي لوبې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










